لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د طالبانو وکالت د پاکستان لپاره مشکل او د ملامتيا سبب جوړېدلی شي


په دې پخواني تصویر کې عمران خان د طالبانو یو پلاوي سره په اسلام اباد کې ملاقات کوي
په دې پخواني تصویر کې عمران خان د طالبانو یو پلاوي سره په اسلام اباد کې ملاقات کوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د امن او ثبات دپاره نړیواله ټولنه باید د طالبانو سره روابط ولري خو څېړونکي وايي د افغان طالبانو حکومت د تسليمېدلو يا د هغې لپاره په رسمي يا غېر رسمي ډول وکالت په مستقبل کې د پاکستان لپاره په نړيواله کچه د مشکل او ملامتيا سبب جوړېدلی شی۔

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې چاپ شوي یو مضمون کې عمران خان وویل په افغانستان کې د امن او ثبات یقیني کولو دپاره د دنیا دپاره صحیح کار دا دی چې "د افغانستان د نوي حکومت سره ښکیلتیا" ولري.

بلخوا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي هم د ګل، دوشنبې، په ورځ په لندن کې مطبوعاتو سره خبرو کې یو یوارې بیا دا غوښتنه تکرار کړه چې امریکا دې د افغانستان د نهه اشاریه پېنځه بېلین ډالرو مالیت اثاثې غېرمنجمد کړي.

او د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د پاکستان حکومتي ټېلې وژن پي ټي وي سره مرکه کې د طالبان په وکالت د پاکستان شکریه ادا کړه.

د طالبانو په اړه د پاکستان د موجوده دریځ په اړه د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاد او څېړونکي عرفان اشرف وايس اف امريکا ډيوه سره د خبرو په مهال وېنا وه چې په موجوده حالاتو کې د افغان طالبانو د حکومت په څه ډول هم ملاټر کول د پاکستان لپاره په نړيواله ټولنه کې د ملامتيا باعث ګرځېدلی شي۔

عرفان اشرف وویل " د نړۍ په هېوادونو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ګرځي او نه صرف د طالبانو لپاره امداد غواړي بلکې دا اپيل هم کوي چې په افغانستان کې د طالبانو کوم حکومت دی هغه دې تسليم کړي، څومره پورې چې طالب د نړۍ کوم توقعات دي هغه نه پوره کوي نو دا مسله به پاکستان ته جوړېږي او هغه به دغه شان جوړېږي چې ګاونډي هېوادونه د پاکستان په خولې يا د پاکستان چې کومه تېزا ډپلومېسي روانه ده په دې په افغانستان کې طالب وومني او طالب بيا د نړۍ هغه توقعات پوره نه کړي نو بيا به دا ټوله ملبه په پاکستان راځي."

نوموړي زياه کړه تر اوسه چې د افغانستان په اړه د پاکستان کومه پالېسي پاتې شوې په هغې افغان اولس نه دي خوشالهو عرفان اشرف وايي بايد اسلام اباد اوس يوه داسې تګ لاره خپله کړي چي هغه د افغان اولس په ګټه وي۔

" تراوسه پورې چې د پاکستان کومې پالېسۍ دي هغه خو د طالب په حق کې دي خو د افغان اولس په حق کې مونږه نه دي کتلي چې د افغانستان خلک هم خوشاله وي د پاکستان نه، دوېمه خبره دا چې پاکستان ته هم دا ګارنټي ورکولی شي چې څنګه هغه دا وايي، چې د افغانستان خوره به په پاکستان کې د ترهګرۍ له پاره نه کارول کېږي نو دا به څوک ګارنټي يا باور ورکوي چې د پاکستان خوره چې په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره استعمال شوې بيا په مستقبل کې به نه وي، لکه تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان د اړخ نه هلته تللي، دغه شان افغان طالبان په کوېټه کي اباد وو."

د څېړونکو ترمخه افغان طالبانو وار په وار دا خبره ښکاره کړې چې په واک کې د راتلو وروسته به دوی بشري حقونه خوندي کوي۔

څېړونکي دا هم وايي طالبانو دا هم ويلي چې داسې ګام به قصدن نه اخلي چې نړيواله ټولنه له ځانه څخه وتمبوي۔

څېړونکي وايي چې نړيوال طاقتونه اوس افغان طالبانو ته پام کوي چې څومره حده پورې خپلو ژمنو پوره کولو کې کره ثابتېږي۔

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر پروفېسر عبدالشکور وايس اف امريکا ډيوه ته وايي د افغانستان په اړه د پاکستان پالسي لا اوس هم نه ده واضحه۔

" يو مثال دا دی چې يو اړخ ته دوی (پاکستان) د شموليتي حکومت خبره کوي د طالبانو، چې هغه خبره طالبانو ته تاحال نه ده قابل قبول، دوېم طرف ته پاکستان داسې وکالت هم کوي ګينې نورې دنيا ته دا اپيل کوي چې تاسو طالبانو له وخت ورکړی، يا انډايرېکټلي دا وايي چې طالبان دې تسليم کړل شي"

نوموړي زياته کړه پاکستان باید د ګاونډي هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي۔

" چې کوم ګاونډي هېوادونه دي نو پاکستان د هغوی نه ځان له تګلاره نه شي جوړه ولی، او پاکستان دا خبره هم کړې وه که مونږه د (طالبانو) د تسليمولو خبره کوو نو هغه به د نورو ملکونو مشورې سره کوو، نو په هغې کې اول پاکستان له خپل سر په دې خبره خلاصول دي نو هغې نه بعد بيا دا ډېر اسان کار دی چې ايا نورې دنيا سره کېښناستل دي د افغانستان په صورت حال خبرې کول دي يا دوی ريښتيا په طالبانو اثر لري او څه نه څه حده پورې به ضرور لري نو هغوی سره کېښناستل دي او بيا د شموليتي حکومت خبره کول دي"

افغان طالبانو د اګست په 15مه د کابل واک ترلاسه کړو او بيا په ووم سپتمبر يي په افغانستان کې د خپل لنډ مهاله حکومت اعلان وکړو۔

د طالبانو په لنډ مهاله کابینې ملګرو ملتونو نیوکې کړي چې دخپلو ژمنو برعکس یې ټول شموله حکومت نه دی جوړ کړی اؤ کابینه کې یې ښځو ته استازیتوب نه دی ورکړی.



  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG