لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلې فلمي ستورې انجیلنا جولي سېلاب ځپلو ته دنړۍ دپام راګرځولو په موخه پاکستان ته رسېدلې ده


تر دې وړاندې هم چې کله پاکستان کې په کال 2010م کې یو سخت سېلاب راغلی ؤ نو هم انجیلنا جولي دپاکستان په سفر راغلې وه اؤ دلته یې سېلاب ځپلو سره مرستو ته دنړیوالو پام راګرځولی ؤ
تر دې وړاندې هم چې کله پاکستان کې په کال 2010م کې یو سخت سېلاب راغلی ؤ نو هم انجیلنا جولي دپاکستان په سفر راغلې وه اؤ دلته یې سېلاب ځپلو سره مرستو ته دنړیوالو پام راګرځولی ؤ

دهالي ووډ وتلې فلمي ستورې اؤ دکډوالو لپاره دملګرو ملتونو د ادارې (یو این ایچ سي ار) ځانګړې استازې انجیلنا جولي پاکستان کې د راغلو وروستیو سېلابونو له امله دمرستې دفعالیتونو دجاج اخستو په موخه دنهې په ورڅ پاکستان ته رسېدلې ده.

دپاکستان دسرکاري میډيا له مخې انجلینا جولي سیند صوبې دادو ښار ته رسېدلې ده اؤ دغلته یې دسېلاب ځپلو سیمو څخه دلېدنې په مهال دیو شمیر بې وزله سېلاب ځپلو سره لیدلي اؤ دهغوي ډاډګیرنه یې کړې ده.

دپاکستان سرکاري اؤ شخصي میډيا ویلي پخپل دې سفر کې به امریکایي فلمي ستورې په سېلابونو کې دکوره شوؤ خلکو سره له لېدنې ترڅنګ دهغو ځایي تنظیمونو دمسولینو سره هم لیدنې کوي چې دسېلاب ځپلو اؤ افغان کډوالو سره دمرستو په فعالیتونو بوخت دي اؤ دهغوئ سره به دموسمیاتي بدلون اؤ دخلکو دبې کورۍ په اړوند خبرې اترې کوي.

تر دې وړاندې هم چې کله پاکستان کې په کال 2010م کې یو سخت سېلاب راغلی ؤ نو هم انجیلنا جولي دپاکستان په سفر راغلې وه اؤ دلته یې سېلاب ځپلو سره مرستو ته دنړیوالو پام راګرځولی ؤ.

همداشان پاکستان کې دیوې خونړۍ زلزلې نه داغېزمن شوؤ خلکو دمرستې لپاره هم انجیلنا جولي دپاکستان سفر کړی ؤ.

پاکستان ته دانجیلنا جولي ددې تازه سفر نه یوه ورځ وړاندې د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د وتلې فلمي ستورې پاکستان ته ددې سفر موخه په دغه هیواد کې راپورته شوي بشري ناورین ته د نړیوالو پام اړول دي.

هغې خپل دا سفر پاکستان ته په داسې وخت کې کړی چې د پاکستان په شمالي غرنیو سیمو کې د پشکال ریکارډ بارانونو او د واورینو ګټانو د ویلي کیدو له امله سخت سېلابونه راوتلي اؤ رپورټونه وایي چې دې سیلابي اوبو دهیواد دریمه برخه زمکه لاندې کړې ده.

دافتونو په مهال دپاکستان دنظم اداره این ډي ایم ای وایي دې سېلابونو کې نزدې د 1600کسان مړه شوي او شاوخوا 33 ملیونه نور اغیزمن شوي دي ، کورونه ، سړکونه ، پلونه، روغتیایي مرکزونه ، په پراخه کچه دکروندې په زمکو ولاړ فصلونه،د ریل پټلۍ ، څاروي او مالونه هم دې سیلابي اوبو وړي دي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د هیواد تر ټولو زیاتو سېلاب ځپلو سیمو کې د سیلابونو د اوبو کمیدل ممکن تر شپږو میاشتو پورې وخت ونیسي.

په عین حال کې دپاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې دهیضې او ډینګي په شمول دبیلابیلو ناروغیو د راپورته کیدو خبرداری هم ورکړی شوی دی.

د یونیسف په وینا سیلابونو 3.4 ملیونه ماشومان "سمدستي، ژوند ژغورونکي مرستې" ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG