لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې بیا قهرجن احتجاجونه پیل شوي، مظاهره چیان د وزیراعظمې حسینه واجد استعفا غواړي


د بنګله دېش د پلازمینې ډهاکې په ګډون په یو شمېر سیمو کې په زرګونو مظاهره چیان د جمعې په ورځ یو وار بیا سړکونو ته راوتلي اؤ د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد نه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

دغو مظاهره چیانو تېره میاشت د احتجاجونو په مهال د ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو په وژنه د انصاف د ورکړې غوښتنه هم کوله.

راپورونه وایي چې په ډهاکه کې د جمعې په ورځ د شوي احتجاج په مهال پولیس اؤ مظاهره چیان یو بل ته مخامخ شوي اؤ د مظاهره چیانو د خورولو لپاره پولیسو په هغوي اوښلن ګېس اؤ د ربړ ګولۍ ورولي خو په ځینو ځایونو کې بیا مظاهره چیانو هم پولیس په کاڼو ویشتي دي.

رایټرز خبري شبکې ویلي په دغه اخ و ډب کې تر ۲۰ زیات کسان ژوبل شوي اؤ د بنګله دېش ځایي ورځپاڼې "دي ډيلي سټار" خبر ورکړی چې د کهلنا ښار په څنډه کې د مظاهره چیانو په حملو کې یو پولیس عسکر هم وژل شوی چې ددغه وژنې په تور کې د ۱۲۰۰ کسانو په ضد مقدمه درج کړل شوې ده.

رپورټ وایي چې هابیګنج ضلعه کې د تشدد نه ډکو احتجاجونو کې یو تن وژل شوی اؤ ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

ډيلي سټار ورځپاڼه وایي د خالي اؤ اتوار په ورځ هم د احتجاجي مظاهرو تابیا نیول شوې ده.

په بنګله دېش کې د شیخ حسینه واجد د ۱۵کلني اقتدار په په موده کې د امن و امان دا تر ټولو خراب وضعیت دی ، هغه سږکال د جنورۍ په میاشت کې پرله پسې په څلورم ځل د بنګله دېش وزیراعظمه ټاکل شوې ده.

اوسنۍ مظاهرې څنګه پېل شوې؟

بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتو کې د کوټې د نظام خلاف په ۱۵مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې خو کله چې سپریم کورټ سرکاري ملازمتونو کې د کوټه سسټم خلاف د هایکورټ فیصله معطل کړه نو دا مظاهرې یو څه ودرېدلې وي.

مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غړو ته سرکاري ملازمتونو کې د ۳۰ فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.

مظاهره چیانو تور لګولی ؤ چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.

عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند ؤ چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال ۱۹۷۱ کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.

تیره میاشت په دې احتجاجي مظاهرو کې شدت هغه وخت پیدا شو چې د مظاهرو راجوړونکو دعوه وکړه چې پولیسو اؤ حکومت پلوه ډلو په دوي حملې کړې دي.

د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته وزیراعظم حسینه واجد په ګرد هیواد کې کرفیو پځای کړې وه اؤ د انټرنیټ اؤ موبایل فون خدمات یې تړلي وؤ.

رپورټونه وایي چې دغو احتجاجونو اؤ نښتو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي وؤ.

د جنوبي ایشیا لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د فنډ سیمه ییز مشر سنجی وجسیکارا د جمعې په ورځ خپل بیان کې ویلي وؤ چې د مظاهرو په مهال وژل شوؤ کې ۳۲ ماشومان هم شامل وؤ.

هغه ویلي وؤ ورته معلومه شوې ده چې چارواکو ددې مظاهرو سره د تړاؤ په تور ماشومان هم نیولي دي.

ملګرو ملتونو اؤ امریکې بنګله دېش کې په مظاهره چیانو د شوي تشدد غندنه کړې وه.

( ددې رپورټ مواد د ایسوسي ایټډ پریس،رایټرز اؤ ای ایف پي نه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG