لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غني خان لیونی فلسفي


Abdul Ghani Khan
سردار علي ټکر
د پښتو د شلمې پیړۍ مشهور او عصري یاModern شاعر غني خان مې ځکه ډېر ویلې چې هغه په جمال عاشق وو. د نوموړي د مړینې 17 کاله پوره شو. د غني خان سره مې مینه هغه وخت نه شورو شوه کله چې مې د پیښور یونیورسټۍ کې د هاسټل په یوه کمره دا شعر ولیدو.
چې د تقوی زر سجدې شي جمعه
د عشق یو ساعت ترې جوړ شي
او چې په ناز غني ته خاندي
او دلبر دلبر کوي.
دا شعر چې مې ولیدو نو غونې راباندې ځیګ ځیګ شو. هم دغه وه چې د غني په جمال مینتوب د هغه د روایتي ملا سره اختلاف او د چرګ یا منږک په شکل کې د علامتي شاعرۍ د لارې د ټولنې د بدو اړخونو عکاسي مې زړه ته پریوته. او په موسیقۍ کې مې د پېرلو فیصله وکړه.
څنګه چې مرغ فردوس د خپلې ښځې ژاله د نزدی چینی ښایسته کانړو او ښایسته بنړو نه جوړوي، د ښکلو کانړو او صدفوورله فرش جوړوي هم دغه شان غني خان لکه د مرغ فردوس یو ډیر لوی حسن پرست انسان وو. د غني خان الله ته تګ د حسن په لاره وو.
ما په ګل کې اولید چې ته ېي نه مومې کتاب کې
ای ملا ستا نیم کتاب می واورید په رباب
یو بل ځاې کې غني خان واېي
حسن خو بس حسن چې هم خدای او هم جانان دی
دې فاني مکان کې بل مشان د لامکان دی
د حسن او جمال فلسفه ډېره پخوانۍ ده. فلسفیانو دغه په جدا جدا فکرونو کې بیان کړې. اناطول فرانس واېي حسن د عاشق په سترګو کې وي. په کوم وخت چې فلسفیانو د حسن د فلسفې نه ډډه کوله او دا به ېي د ښځو سره تړله په دغه وخت کې په وړومبي ځل باوم ګاوټن حسن له د جمال نوم ورکړو. او فلسفیانو په باقاعده توګه په دې موضوع طبع آزماېی شورو کړه. خو په دی فلسفیانو کې افلاطون ړومبی سړی وو چې حسن له ېي د اخلاقیاتو شکل ورکړو. افلاطون واېي د دنیا په مخ چې څومره حسن دی دا د حسنٍ اول عکس دی. د پښتو عظیم شاعر خوشحال بابا واېی.
د ښکلو د جمال په ننداره کې می خدای اوموند
لږ نه دي د مجازه حقیقت ته رسیدلي.
د ابن عربي الله، د جنید بغدادي عشق اول او محبوب اول، د افلاطون حسن اول، او د سپینوزا “Substance” او د غني خان جانان یو معنې او مفهوم لري. خو د غني خان او د افلاطون په منځ کې یو فرق دی. افلاطون شهودي او غني خان وجودي دی.
غني خان د روایتي ملا خلاف وو د ملا پرضد د هغه شاعري د غني خان د فکر پوره عکاسي کوي. یو ځل په دغه موضوع باندې د خبرو په وخت غني خان ما ته وویل:
(په اسلام کې د ټولو نه کمزوری انسان ملا دی. او پښتنو اسلام ملا ته حواله کړی. نو په دی وجه ما د ملا خلاف لیکل شورو کړل چې د پښتنو زړه تری تور شي. یورپ هله ترقي اوکړه چې د چرچ یا کلیسا نه ېي ځان خلاص کړو)
که مونږ د غني خان علامتي شاعری اوګورو نو ددی علامتونو په ذریعه د خپلې پښتنی معاشری اصلاح پکې ښکاره په نظر راځي. د مثال په توګه د چرګ نظم کې غني خان واېي:
خوراک کوی د سپي او مسلې د ملایانو
بانګونه د بلال او لنګولی د چنګړیانو
پرتوګ دی یاره نه شته خو شمله نیغه د خان
شل ښځې دی ساتلې خو سحر واېي اذان
په جنګ بهادر او مستانه لکه چنګیز
په مینه کې بی شرمه بی پرواه لکه انګریز
اوربوز دی د قاضي دی طبیعت دی د هټلر
آواز دی د پخنړو دی او انداز د منسټر
انجام دی ای مجنونه د ډیران
یو ورځ به وروستی بانګ اوکړی
ډوډۍ به اوکړي خان.
غني خان د امریکا او یورپ سفرونه هم کړي وو. په یورپ کې د اوسیدو په وخت په غني خان د یورپ د ټولنې اثرات چهاپ شوي وو. د هغه پلار باچا خان غوښتل چې ځوی ېي د هغه وخت د ځاېي هندي کلتور نه خبر شي. نو فیصله ېي اوکړه چې غني خان د اوسني هند شانتني کیتهن ته اولیږي. شانتني کیتهن د رابندر ټیګور جوړه کړی شوی اداره وه. غني خان وایي چې شانتنی کیتهن په ما کې فخر پیدا کړو. د خپل قام سره او د خپل تاریخ سره می مینه پیدا شوه. په خپل کتاب “The Pathan” کې غني خان واېي ( که څوک واېي چې زه د خپل قام د پاره متعصبه یم نو او زه متعصبه یم) ځکه خو غني خان واېي
ای زما وطنه د لالونو خزانی زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانی زما.
XS
SM
MD
LG