په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ایم پاکس وایرس (منکي پاکس) د یوې بلې پېښې مخې ته د راتلو پخلی شوی چې دې سره په پښتونخوا کې په منکي پاکس وایرس د اخته ناروغانو شمیره دوؤ ته رسېدلې.
د خېبر پښتونخوا د عامې روغتیا د محکمې ډایریکټر ښاغلي ډاکټر ارشاد روغاني د جمعې په ورځ رسنیو ته ویلي چې ایم پاکس وایرس د نوښار هغه ۴۷ کلن تن ته ورپورې شوي چې د دویۍ نه پېښور ته رارسیدلی ؤ.
هغه ویلي کله چې د پېښور په هوایي اډه ددغه تن سکریننګ وشو نو معلومه شوه چې ایم پاکس وایرس ورپوري شوي اؤ وایي له هغې وروسته یاد تن د ایسولیشن لپاره پولیس سروسز هسپتال ته لېږل شوی دی.
ډاکټر ارشاد روغاني ویل چې د خېبر میډيکل یونیورسټۍ ریفرنس لیب د پي سي ار له لارې دغه ناروغه تن ته د ایم پاکس وایرس ورپورې کېدو پخلی کړی دی اؤ د نورې تجزیې لپاره د هغه نه اخستل شوې نمونې په اسلام اباد کې د روغتیا ملي انسټي ټیوټ ته لېږل شوې دي.
د پاکستان دولتي خبري ادارې ای پي پي د روغتیایي چارو لپاره د وزیراعظم د کوارډینیټر ډاکټر مختار احمد له قوله ویلي چې پاکستان کې د ایم پاکس دویمه پېښه مخې ته راغلې ده د صحت وزارت د صورتحال پرله پۍې څارنه باوري کوي.
د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې د منکي پاکس د ناروغانو رپورټ کیدو وروسته د صحت چارواکو خبرداری ورکړی چې اروپايي هیوادونو کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو زیاته شمېره مخې ته راتلی شي.
د دغه وژونکې ناروغۍ د لاسه په جمهوریه کانګو کې په سلګونو کسان مړه شوي.
د صحت نړیوالې ادارې بیا د دوایانو جوړونکو کمپنو باندې غږ کړی چې د دغه ناروغۍ مخنیوي لپاره دې په ویکسینو جوړولو تادي وکړي.
چین هم ویلي چې په هیواد کې یې د یو ناروغه تن د رپورټ کیدو وروسته به د سفر کوونکو د څارنې کار پېلوي.
د افریقا بهر په سویډن او پاکستان کې د منکي پاکس تر ټولو خطرناک قسمونه ریکارډ شوي.
منکي پاکس ناروغي د یو واېرس نه خوریږي چې د ځناورو نه انسانانو ته لږي خو د انسانانو نه هم یو بل ته د نژدې کیدو د لاسه لږیدلی شي. د دې مرض لږیدو سره سخته تبه، د هډوکو درد او په بدن دانې راخیژي.
د صحت نړیوالې ادارې تیره اوونۍ د منکي پاکس ۱ بي قسم د زر خوریدو له امله د صحت بیړنی حالت اعلان کړی او ادارې د انتهايي خطر حالت اعلان کړی.
د ادارې لخوا دغه اعلان د منکي پاکس د خطرناک قسم د جمهوریه کانګو نه نورو افریقايي هیوادونو ته د خوریدو ورسته شوی.
پښتونخوا کې د منکي پاکس وایرس بله پېښه مخې ته راغلې
پېښور (وي او ای ډیوه) —
Forum