لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا څخه د پولیو بله پېښه مخې ته راغلې ده

د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعیل خان سیمې څخه د پولیو یوه بله پېښه رپورټ شوې ده چې دې سره په تېر کال کې د پاکستان دننه د پولیو مخې ته د راغلو پېښو شمېره 72 ته رسېدلې.

د شورو- چارشنبې په ورځ د روغتیا د ملي انسټي ټيوټ د پولیو د مخنیوي لیبارټرۍ په ډیره اسماعیل خان کې د پولیو د رامنځته شوې دې پېښې پخلی کړی خو ویلي یې دي چې ددې پېښې د پلټنو عمل د تېرکال د 31م دسمبر نه پېل شوی ؤ نو ځکه دا پېښه هم د تېرکال ګڼل کېدای شي.

په ډيره اسماعیل خان کې د تېر کال په مهال د پولیو مخې ته د راغلیو پېښو شمیره 11 ته رسېدلې ده.

له خېبر پښتونخوا څخه مخې ته راغلې له دې پېښې یوه ورځ وړاندې د سیند صوبې د جېکب اباد سیمې څخه هم د پولیو یوه پېښه رپورټ شوې وه خو چارواکو ویلي وؤ چې دغه هم د تېر کال له پېښو څخه ده.

پاکستان کې تېر کال د پوليو رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې وې.

خېبرپښتونخوا صوبه کې 22، سيند کې 21 او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې ده.

پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.

حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

د پولیو د مخینوي پروګرام ویلي، د روان کال د پولیو ضد څاڅکو اولنی قومي کمپېن د فرورۍ په لومړ‎ۍ اوونۍ کې پیل کولی شي.

ویل شوي تېر دسمبر کې د پولیو کمپېن کې 98 فیصدہ ریکارډ ھدف ترلاسه کړ‎ل شوی وو.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG