لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای اېن پي وايي امن، تعلیم او په قامي وسیلو د صوبې اختیار یې د انتخابي منشور بنیادي ټکې دي


د ای اېن پي مشر اسفندیار ولي خان

په خېبر پښتونخوا کې امن او امان ته ترجیح ورکول، د ځوانانو پرمختگ، تعلیم، صحت، معیشت او د هېواد په قامي امدن کې د صوبې برخه ولس ته رسول داسې لوظونه دي چې عوامي نېشنل پارټۍ د جولايي په ٢٥ مه نېټه کېدونکو انتخاباتو دپاره خپل منشور کې اعلان وکړل.

د ای اېن پي جنرل سیکرېټري او د صوبې د اطلاعاتو پخواني وزیر افتخار حسین د نهې، سه شنبې، په ورځ په باچا خان مرکز کې د انتخاباتو دپاره د گوند منشور اعلان کړو. د باچا خان مرکز په ویب پاڼه د منشور مهم ټکي په اردو او انگریزۍ ژبو کې هم شائع شوې دي.

د منشور اعلانولو ورسته، وي او ای ډیوه ته افتخارحسین وویل په صوبه کې د امن او امان قایمول به یې د اینده حکومت تر ټولو لویه ترجیح وي او د دې مقصد دپاره به "نېشنل ایکش پلین" په مکمله توگه عملي کولی شي.

په کال ٢٠١۴ کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو د حملې ورسته د پخواني وزیراعظم نوازشریف حکومت د "نېشنل ایکشن پلین" دلاندې د ترهگرۍ خلاف قامي تگلاره اعلان کړه چې پکې په هېواد کې د تندروۍ او ترهگرۍ د مخه نیولو دپاره یو شمیر گامونه اعلان شوي دي خو ناقدین وايي تیر حکومت په دغه تگلاره تر ډیر حده پورې عمل نه دی کړی.

افتخار حسین وویل د ای اېن پي دپاره امن او امان پرځای کولی بنیادي حېثیت لري.

ای اېن پي په خپل من‍شور کې وايي د ملک د "سالمیت" یا د یوالي د خلاف ورزۍ به په مکمله توگه مخالفت کوي. گوند د خپل منشور په اړه په یو پرېس ریلیز یا خبر پاڼه کې وویل چې د موجوده خارجې او داخلي تگلارو په نتیجه کې پاکستان غیرمحفوظ او د خطرونو سره مخامخ شوی دی او ای این پي به په دغه پالیسو کې اصلاحات وکړي.

پارټي په خپل منشور کې وايي د ترهگرۍ متاثره خلکو دپاره به انشورنس یا د بېمې پلان جوړول کیږي او بې کوره خلکو ته به په کم قیمت کورونه ورکوي.

ای اېن پي وايي که د جولايي په ٢٥ مه نېټه ووټونو کې یې حکومت ترلاسه کړو نو د پنځو نه تر د ١٦ کلونو عمر ماشومانو دپاره تعلیم ویړیا او په مورنۍ ژبه کې وي، د مزور اجرت به د میاشت ٢٥٠٠٠ روپۍ وي او د صحت د خېر ښېگړې په کارونو به د قامي امدن شپږ فیصد برخه مصرفوي.

د ای اېن پي منشور وايي اردو، چیني او انگریزي به د ژبې په حېث ښودل کیږي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر افتخار حسین
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر افتخار حسین

د ای اېن پي په منشور کې د پولیس او عدالتي نظام کې د اصلاحاتو ذکر هم شوی دی. گوند وايي د انساني حقونو او د مذهبي اقلیتونو د حقونو دپاره به خپل کوښښونه جاري ساتي. مېرمنو ته به حقونه او تحفظ ورکړی کیږي، په ملازمتونو کې به ورته مساوي موقعې ورکړی کیږي.

د تعلیم په لړ کې گوند لوظ کوي چې په ترجیحي بنیادونو به په هره ضلع کې نوي یونیورسټیانې او کالجونه جوړول کیږي او د ضلعو په سطح به د لوبو میدانونه جوړوي.

د معیشت په اړه افتخارحسین وویل په صوبو د قامي امدن د ویش انتظام اېن ایف سي اوارډ دلاندې صوبه پېسې لري او د هغه په وینا "په خزانه کې پېسې شته" خو ای اېن پي به دغه پېسې ولس ته د رسولو کوښښ کوي. هغه وویل گوند به کوښښ کوي چې د صوبې په وسایلو اختیار ولري.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې افتخار حسین وویل که چېرې گوند یې حکومت ترلاسه کړو نو په منشور به عمل کوي. "خدای دې وکي چې زمونږ حکومت راشي او بیا داسې صورتحال جوړ نشي چې کوم زمونږ تېر حکومت کې و نو دنیا به وگوري چې عوامي نېشنل پارټي خپل منشور څنگه عملي کۍ."

د ای اېن پي مشران وايي په خېبر پښتونخوا کې یې تېر حکومت د ترهگرۍ سختو حالاتو سره مخامخ و، د ای اېن پي په یو شمیر مشرانو د ترهگرۍ حملې شوې وې، په صوبه کې د امن او امان او د دې دلاسه اقتصاد سخت خراب و. خو ناقدین وايي د ای اېن پي حکومت کې بد انتظامي او بډې رشونه عام وو.

XS
SM
MD
LG