لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غبن د قضيې اورېدونکي عدالت د وزیر داخله رانا ثناالله د نيولو حکم کړی


د ځايي مطبوعاتو ترمخه د پنجاب د وزیراعلا د غبن د مخنیوي سلاکار بريګيډيير [ر] مصدق عباسي ویلي، رانا ثناالله ته په کلر کهار سيمه کې د بسم الله نومې هاوسنګ سوسايټۍ کې دوه پلاټونه په بډو رشوتونو کې ورکړی شوي او په 2019 کې د هغه پرضد مقدمده درج شوې خو هغه پکې نه وو پېش شوی
د ځايي مطبوعاتو ترمخه د پنجاب د وزیراعلا د غبن د مخنیوي سلاکار بريګيډيير [ر] مصدق عباسي ویلي، رانا ثناالله ته په کلر کهار سيمه کې د بسم الله نومې هاوسنګ سوسايټۍ کې دوه پلاټونه په بډو رشوتونو کې ورکړی شوي او په 2019 کې د هغه پرضد مقدمده درج شوې خو هغه پکې نه وو پېش شوی

د پاکستان د راولپنډۍ ښار د غبن د قضيو اورېدونکي عدالت د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د نیولو حکم کړی، چې ګرفتار دې کړی شي او عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

خو د اسلام اباد پوليسوپه ټويټر ويلي، د وفاقي وزير داخله د وارنټ ګرفتارۍ په لړ کې غلط بياني شوې ده.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د پنجاب د وزیراعلا د غبن د مخنیوي سلاکار بريګيډيير [ر] مصدق عباسي ویلي، رانا ثناالله ته په کلر کهار سيمه کې د بسم الله نومې هاوسنګ سوسايټۍ کې دوه پلاټونه په بډو رشوتونو کې ورکړی شوي او په 2019 کې د هغه پرضد مقدمده درج شوې خو هغه پکې نه وو پېش شوی.

هغه زياته کړې چې د عدالت نه یې وارنټ ترلاسه کړی او پولیس يې په اسلام اباد کې موجود دي چې رانا ثناالله ګرفتار کړي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د مقدمې تفتيش کوونکي افسر عدالت ته ويلي د تورن [رانا ثناالله] د نيولو هڅې يې کړي خو هغه پټ شوی ځکه هغه دې اشتهاري وګرځول شي. خو عدالت هغه اشتهاري نه دی ګرځولی او د هغه د بيا نيولو د هڅې کولو يې ويلي دي.

خو د اسلام اباد پولیسو ویلي په تاڼه کې دګرفتارۍ وارنټ په رسمي ډول ترلاسه شوی خو د پنجاب د غبن ضد ادارې د ريکارډ وړاندې کولو نه انکار کړی دی.

دوی زياته کړې چې د اسلام اباد پوليس به د قانون ترمخه کارروايي کوي. او د پنجاب ادارې ته يې د غلط بيانۍ نه کولو ويلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG