لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښورکې د پوليو په ضد کمپائن يو ځل بيا ځنډول شوی


د تېرگل په ورځ د پوليو دغه کمپائن پېل کېدلو ، ولې په هغه مهال هم د سيکيورټۍ د کمي له کبله نن د اتوار ورځې ته کمپائن اړول شوی ؤ .
د تېرگل په ورځ د پوليو دغه کمپائن پېل کېدلو ، ولې په هغه مهال هم د سيکيورټۍ د کمي له کبله نن د اتوار ورځې ته کمپائن اړول شوی ؤ .

د خيبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې نن د اتوار د ورځې نه د پوليو په ضد شورو کېدونکی کمپائن د سيکيورټۍ د کمي له کبله ځنډول شوی دی . چارواکي وايې کمپائن به بيا د راتلونکي اتوار نه پېل کولی شي .

د خيبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې نن د اتوارد ورځې نه د پوليو په ضد شورو کېدونکی کمپائن د سيکيورټۍ د کمي له کبله ځنډول شوی دی . چارواکي وايې کمپائن به بيا د راتلونکي اتوار نه پېل کولی شي .
د خيبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې د پوليو په ضد د کمپائن ځنډېدو په اړه د پوليو کمپائن ډپټي ډائريکټر ډاکټر نعيم الله خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، دوي خپلې تيارۍ مکملې کړې وې . خو د سيکيورټۍ د کمي په وجه کمپائن پېل نه کړل شو او وس به د بل اتوار نه کمپائن پېل کيږي .
د سرچينو ترمخه پېښور ښار کې نن د اتوار په ورځ جلسې جلوسونه کېدل او پوليس دغو جلسو کې په حفاظتي ډيوټۍ ځائې په ځائې کړی شوي وو ، ځکه د پوليو ټيمونو ته د سيکيورټۍ دکمي په وجه کمپائن وځنډول شو .
د پوليو کمپائن ډپټي ډائريکټر نعيم الله هم د دغه خبرې پخلی کوي ، چې پوليو ټيمونو سره د حفاظت دپاره پوليس موجود نه ؤ او دوي ته د حکومتي چارواکو لخوا هم د سيکيورټۍ د کمي وئيل شوي وو.
پېښور ښار کې چې نزدې اته لاکهه ماشومانو ته به د پوليو څاڅکي ورکول کيږي د تېرگل په ورځ د پوليو دغه کمپائن پېل کېدلو ، ولې په هغه مهال هم د سيکيورټۍ د کمي له کبله نن د اتوار ورځې ته کمپائن اړول شوی ؤ .
تيره ورځ پېښور کې د پوليو په ضد پېل کېدونکي کمپائن کې برخه اخستونکو نهو زرو استاذانو د امنيتي انديښنو له ويري په کمپائن کې د برخې اخستو نه انکار کړی وو، ولې د چارواکو په وينا وروستو استاذان د څاڅکو ورکولو په کمپائن کې د برخي اخستو دپاره رضا شوي دي .
د افغانستان او نائجيريا ترڅنگ پاکستان هم د نړۍ په هاغو هيوادونو کې شمير دى چرته چې د پوليو دناروغۍ خاتمه نۀ ده شوې اؤ په نزدې مياشتو کې دترهه گرو لخوا د پوليو په ډلو د حملو له امله د دغه ناروغۍ د خاتمې په لاره کې سخت خنډان راولاړ شوي دي.
دروغتيا نړيوالې ادارې تيره اوونۍ پيښور دپوليو دناروغۍ نړيوال مرکز گرځولى ؤ، د ډبليو ايچ او ترمخه پاکستان کې د٢٠١٢م د ۸۵ؤ کيسونو په پرتله ٢٠١٣م کې دپوليو٩١ کيسونه رامخې ته شوي اؤ په ٢٠١٤م کې تر دې مهاله څلور کيسونه رامينځته شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG