لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اېچ او: د کډوالو او غېر وېکسین شویو ماشومانو افغانستان ته تګ د پولیو خلاف پرمختګ د خطر سره مخامخ کړی


ډبلیو اېچ او وویل په وروستي وخت کې د پاکستان نه په لویه شمېره کې د غېرقانوني کډوالو د ستنېدلو له امله د پولې دواړو خواو ته او د افغانستان او د پاکستان دننه د پولیو د خپرېدو امکان زیات شوی دی
ډبلیو اېچ او وویل په وروستي وخت کې د پاکستان نه په لویه شمېره کې د غېرقانوني کډوالو د ستنېدلو له امله د پولې دواړو خواو ته او د افغانستان او د پاکستان دننه د پولیو د خپرېدو امکان زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن ویلي د پاکستان نه افغانستان ته د ۶۰۰۰۰۰ پورې غېر قانوني کډوالو بېرته تګ او د افغانستان په جنوبي سیمو کې قریباً تر ۲۰۰۰۰۰ پورې غېر وېکسین شوي ماشومان په سیمه اییزه کچه د پولیو خلاف کامیابۍ د خطر سره مخامخ کوي.

په نړیواله کچه د پولیو د خپرېدو په اړه خپله تازه اندازه کې ډبلیو اېچ او د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل دواړو ګاونډیو ملکونو، افغانستان او پاکستان، د پولیو وایرس د وړمبي قسم په سیمه کې د خپرېدو په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه داسې ملکونه دي چې د پولویو وایرس اوس هم په موجود دی. په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو وایرس دوه کېسونه رپورټ شوي دي او په افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

ډبلیو اېچ او وویل په وروستي وخت کې د پاکستان نه په لویه شمېره کې د غېرقانوني کډوالو د ستنېدلو له امله د پولې دواړو خواو ته او د افغانستان او د پاکستان دننه د پولیو د خپرېدو امکان زیات شوی دی. ډبلیو اېچ او خبرداری وکړو چې د دواړو ملکونو ترمنځ په لویه شمېره کې د خلکو د حرکت په سبب که په افغانستان کې د پولیو خطر زیاتېږي نو دا د پاکستان د پولیو پروګرام هم د خطر سره مخامخ کولی شي.

ډبلیو اېچ او په خپل رپورټ کې وویل د پولیو خطر د مخینوي دپاره مربوط کوښښونه کېږي او د دواړو ملکونو په سرحدي لارو ماشومانو ته وېکسین ورکول کېږي.

ډبلیو اېچ او وویل د افغانستان په هلمند، کندهار، اورزګان، رابل او نيمروز ولایتونو کې ماشومانو ته د وېکسین رسوولو کار زیات کړی شوی دی خو په سیمه کې اوس اندازً دوه لکه ماشومان نه دي وېکسین شوي او په دومره لویه شمېره کې غېروېکسین شوي ماشومان لوی خطر جوړوي.

د ډبلیو اېچ او په رپورټ کې په دې خبره ټینګار شوی دی کور په کور ماشومان ته وېکسین موثره ګام دی خو د افغانستان په ځینو برخو کې یوازې په جوماتونو او نورو ځایونو کې ماشومانو ته وېکسین ورکول کېدی شي.

د ډبلیو اېچ او په رپورټ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت ستاینه شوې ده چې پولیو د خاتمې دپاره د عالمي کوښښونو حمایت کوي. ډبلیو اېچ او د دې خبرې ستاینه کړې چې د پولیو د مخنیوي په کوښښونو کې د ښځینه کارکوونکو شمېره زیاته شوې ده. ادارې وويل د افغانستان په کومو سیمو کې چې ممکنه وي، ماشومانو ته وېکسین رسوولو دپاره دې کور په کور مهم وچلول شي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د ښځو په تعلیم او کار روزګار پابندۍ لګولي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG