لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو ضد افغان ډله وايي په امریکا کې یې فعالیت شروع کړو


د رپورټ ترمخه، د دغو وسله والو مشري د احمد شاه مسعود 32 کلن زوی احمد مسعود کوي

د طالبانو ضد افغان ډلې "د مقاومت ملي جبهې" یا نېشنل رېزېسسټن فرنټ ویلي په امریکا کې یې په رسمي ډول خپل فعالیت شروع کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د جبهې د نړیوالو چارو مسول علي مېثم نظري ویلي تنظیم یې په امریکا کې نوم لیکنه یا رجسټرېشن شوی او په رسمي ډول د فعالیت اجازت یې ترلاسه کړی دی.

ښاغلي نظري د جمعې په ورځ په ټوېټر پېغام کې وویل زر به خپل فعالیتونه د نړۍ نورو برخو کې هم شروع کړي.

د ملي مقاوخت جبهې د نوم لېکنې په اړه د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې وي او ای ته وویل چې امریکايي چارواکي خبر دي چې د نېشنل رېزېسسټن فرنټ نومې تنظیم د اکتوبر په 26 نېټه د فارن اېجنټس رېجسټرېشن اېکټ قانون دلاندې نوم لېکنه کړې ده.

ترجمانې د دې خبرې وضاحت وکړو چې د جبهې د نوم لېکنې په لړ کې د انصاف وزارت یا د امریکې د حکومت بله کومه اداره نور څه ګام پورته کولو ته ضرورت نه لري.

ترجمانې زیاته کړه په عامه توګه داسې ډول تنظیمونه په امریکا کې دفترې پرانستلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي ملي مقاومت جبهې ویلي په پنجشیر ولایت کې په اهمو غرونو کې مرکزونه جوړ کړي.

په کابل د واکمنۍ نه وروسته طالبانو ویلي پنجشیر يې په مکمله توګه نیولی دی. طالبان دا هم وايي چې د ملي مقاومت جبهې مشران د افغانستان نه وتلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د طالبانو ضد جبهه کې وسله وال د امریکې تربیه شوي د افغان امنیتي ځواکونو پخواني عسکر دي خو کره تعداد یې نه دی معلوم.

د رپورټ ترمخه، د دغو وسله والو مشري د احمد شاه مسعود 32 کلن زوی احمد مسعود کوي.

د ملي مقاومت جبهې په اړه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي د مقاومت یا په بل نوم هېڅ څوک افغان ولس ته خطر نشي جوړولی.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

ذبیح الله مجاهد د خالي، شنبې، په ورځ خبري کانفرنس ته وویل امریکايي چارواکو ورته ویلي په امریکا کې د اېن ار اېف د دفتر او یا د فعالیت د شروع کېدو په اړه د رپورټ تصدیق نشي کولی. مجاهد وویل دا علم نه لري چې د امریکايي مامورینو دغه پېغام څومره د اعتبار وړ دی خو هغه زیاته کړه چې افغانستان نور جنګ ته نه بلکې امن او سوکالۍ ته ضرورت لري.

تېره هفته یو شمېر افغان سیاستوالانو چې نېغ په نیغ او یا په غیر مستقیم ډول یې د افغانستان پخواني حکومت سره کار کړی د "افغانستان اسلامي ‌جمهوریت د مقاومت عالي شورا" نومې اتحاد د جوړولو اعلان وکړو چې په سیاسي او نظامي کچه به په افغانستان کې د امن دپاره کوښښونه کوي.

یادونه: په واشنګټن کې خبریال سېنډي سېن د دې رپورټ دپاره خبرنګاري کړې ده

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG