لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پارلېمنټ د حملې په مقدمه کې عدالت وزیراعظم عمران خان بري کړو


د عمران خان او د صدر عارف علوي خلاف مقدمه کې د هغه وخت حکومت دریځ خپل کړی و چې دواړو رهبرانو خپل کارکوونکي تشدد ته راپارولي وو. د حکومتي وکیل یا پراسېکیوټر دریځ وو چې په تشدد کې درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور زخمیان شوي هم وو
د عمران خان او د صدر عارف علوي خلاف مقدمه کې د هغه وخت حکومت دریځ خپل کړی و چې دواړو رهبرانو خپل کارکوونکي تشدد ته راپارولي وو. د حکومتي وکیل یا پراسېکیوټر دریځ وو چې په تشدد کې درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور زخمیان شوي هم وو

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت په پارلېمنټ د حملې په مقدمه کې د وزیراعظم عمران خان د بري کوولو خو د حکومت په يو شمېر وزیرانو د فرد جرم لګوولو فېصله کړې ده.

د خارجه چارو وزیر شاه محمود قرېشي، د دفاع وزیر پروېز خټک، د تعلیم وزیر شفقت محمود، د منصوبه سازۍ وزیر اسد عمر، صوبايي وزیران علیم خان او شوکت یوسفزۍ او د پي ټي ايي پخواني جنرل سېکرېټري جهانګیر ترین عدالت د اینده میاشت په ۱۲ نېټه اورېدنې ته رابللي دي او فرد جرم به پرې لګول کیږي.

د عمران خان او د هغه د تحریک انصاف ګوند د غړو په ضد مقدمه په کال ۲۰۱۴ کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې درج شوي وه کله چې د عمران خان په مشرۍ کۍ پي ټي ايي او د طاهرالقادري په مشرۍ کې د پاکستان عوامي تحریک په اسلام اباد کې د حکومت خلاف احتجاجي ناسته شروع کړې وه او د دواړو ګوندونو کاروکونکي د وزیراعظم د کور او پارلیمنټ لوري ته د تګ په مهال د پولیس سره جنګیدلي وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان عوامي تحریک یو مشر بري کړو خو طاهر القادري یې اشتهاري وبللو.

په اسلام اباد کې د پي ټي ايي د حکومت خلاف احتجاج په مهال د ګوند په کارکوونکو حکومتي ودانو ته د نقصان رسوولو الزامات لګول شوي وو او د ۷۰ کسانو په ضد مقدمې درج کړی شوي وې.

د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه د اسلام څخه خپل رپورټ کې وايي د عمران خان شخصي وکیل عدالت کې دریځ خپل کړی و چې د هغه خلاف کوم ثبوت او ګواهان نشته نو ځکه دې هغه بري کړی شي.

خبریال وايي حکومتي وکیل یا پراسکېوټر هم دغه دریځ خپل کړی و او د عمران خان خلاف مقدمه یې سیاسي ګام بللی و نو ځکه عمران خان دې بري کړی شي.

د عمران خان او د صدر عارف علوي خلاف مقدمه کې د هغه وخت حکومت دریځ خپل کړی و چې دواړو رهبرانو خپل کارکوونکي تشدد ته راپارولي وو. د حکومتي وکیل یا پراسېکیوټر دریځ وو چې په تشدد کې درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور زخمیان شوي هم وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG