لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ ضد محکمې د خبریال اؤ سرکاري افسر احسان داوړ نوم او عکس د مطلوبو ترهګرو په فهرست کې خپور کړی


د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې د 152 بې کچه مطلوبو ترهګرو په لسټ کې د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د دولتي صوبایي ادارې (پي ډي ایم ای) د ویاند اؤ وتلي خبریال ښاغلي احسان داوړ نوم هم شامل کړی اؤ دهغه په سر یې د 10 لکو روپیو انعام ویستی دی.

په پاکستان کې ګڼ شمېر خبریالانو، سیاستمدارانو اؤ د مدني ټولنې غړو د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې دا اقدام له شرمه ډک بللی دی اؤ د یادې محکمې د ذمه وارانو په سنجیدګۍ اؤ مسولیتونو یې پوښتنې راولاړې کړې دي.

ښاغلی احسان داوړ وایي د ترهګرو په فهرست کې د خپل نوم اؤ عکس په لېدلو حیران شوی دی اؤ وایي د ترهګرۍ ضد محکمې واکمنو ورته ویلي چې دا کار په تېروتنه شوی دی.

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) وینا ده چې د ترهګرو فهرست کې د احسان داوړ د نوم مخې ته د راتللو په اړوند یې پلټنې پېل کړې دي.

د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی ښاغلی احسان داوړ چې خپل نوم یې احسان الرحمان دی، د یو وتلي خبریال په توګه پېژندګلو لري چې بیلابیلو پاکستاني اؤ نړیوالو ادارو سره یې د خبریال په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه د تېرې څه مودې راهیسې د ضم شوو قبایلي ضلعو لپاره د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي صوبایي ادارې پي ډي ایم ای سره د ویاند په توګه ذمه وارۍ ترسره کوي. تر دې وړاندې هغه د میران شاه پریس کلب غړی هم پاتې شوی دی.

د "وزیرستان ثقافتي ورثه" په نوم په اردو ژبه لیکل شوی دهغه یو کتاب خپور شوی اؤ په یو شمیر نورو موضوعاتو یې هم کتابونه لیکلي دي چې لا خپاره نه دي.

د سي ټي ډي‌ لخوا د ترهګرو خپور شوي نوم لړ کې د احسان داوړ نوم احسان الله خان لیکل شوی اؤ ددغه نوم سره د هغه رنګین عکس ، د پلار نوم ، د کلي درک اؤ دشناختي کارډ نمبر هم خپور کړی شوی دی.

د سي ټي ډي په فهرست کې ویل شوي که چا د احسان الله خان په هکله اطلاع ورکړه نو یو میلیون روپۍ به په انعام کې ورکولی شي.

دپاکستان د سینیټ غړي مشتاق احمد خان په ایکس رسنۍ پوښتنه راولاړه کړې ده چې احسان داوړ یو سینیر صحافي اؤ د پي ډي ایم ای د عامه اړیکو د څانګې افسر دی نو څنګه په یوه دولتي عهده ناست تن ترهګر کیدای شي؟

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم په ایکس رسنۍ د سي ټي ډي دا اقدم د شرم ډک اؤ خندنی بللی دی اؤ لیکلي یې دي دا ددې خبرې یو غوره مثال دی چې د دوې نظام څومره غیر فعاله دی چې یو د یو معروف صحافي اؤ د پي ډي ایم ای د ویاند نوم یې د ترهګرو فهرست کې شامل کړی دی.

د میران شاه پریس کلب صدر صفدر داوړ هم د ترهګرۍ ضد محکمې دا اقدام غندلی اؤ په ویلي یې دي چې د ترهګرۍ محکمې د یو سرکاري افسر نوم د ترهګر په توګه مخې ته راوړی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي احسان داوړ ویلي هغه د سي ټي ډي دې اقدام حیران کړی دی چې څنګه یې دده نوم اؤ عکس د ترهګرو فهرست کې شامل کړی دی؟

احسان داوړ وایي بیګاه د شپې ورسره د سي ټي ډي چارواکو لېدنه کړې ده اؤ هغه ته یې ویلي دي چې نوم اؤ عکس یې په تېروتننې سره د ترهګرو فهرست کې شامل شوی دی اؤ دوي به ډیر زر نه یوازې ددې تېروتنې ازاله وکړي بلکې ده ته به د صفایۍ یو سند هم ورکړي.

د سي ټي محکمې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وي او ای ډیوه ته ویلي چې په ۲۶مي کال ۲۰۱۹م کې د سور کمر کومه ترهګریزه پېښه مخې ته راغلې وه دهغې ایف آی ار د سي ټي ډي په تاڼه کې درج دی چې پکې د علي وزیر، محسن داوړ اؤ د پي ټي ایم د نورو فعالیتونو ترڅنګ د احسان الله خان نوم هم شامل دی.

دغه چارواکي وویل د سور کمر په اېف آی ار کې د نومول شوي احسان الله خان ډيټا چې کله د نادرا نه اخستل شوې نو هلته نه د احسان داوړ ډیټا سي ټي ډي ته په لاس ورغلې ده خو اوس ددې خبرې پلټنې روانې دي چې په نومونو کې دا تضاد څنګه مخې ته راغلی دی؟

هغه بیا هم په واضحه توګه له دې ویلو ډډه وکړه چې د سور کمر دپېښې ایف آی ار کې نامزد احسان الله خان اؤ احسان داوړ یو دي که بیل بیل ؟ خو وئ ویل په دې هکله پلټنې کیږي اؤ ډیر زر به حقایق مخې ته راشي.

ښاغلی احسان داوړ وایي که د سور کمر پېښه کې د هر احسان الله خان پرضد اېف آی ار وي خو په دغه مقدمه کې هم پېښور هایکورټ ټول نامزد کسان خوشې کړې دي نو بیا څرنګه سي ټي ډي‌ خپل لسټ اپډيټ کړی یا تازه کړی نه دی اؤ د یو بل احسان الله خان په ځای یې زما نوم اؤ عکس د ترهګرو فهرست ته ور اچولی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG