د ترهګرۍ ضد محکمه (سي ټي ډي) وایي د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې 143 عملیات کړي اؤ 15 ترهګر یې نیولي دي.
د سي ټي ډي د ترجمان د بیان له مخې د ترهګرو پرضد دا عملیات په لاهور، سیالکوټ، ګجرات، اټک، سرګودھا، بهاولپور، جھنګ، میانوالي، چنیوټ او اټک کې شوي دي۔
سي ټي ډي دعوه کړې ده چې د لاهور عملیاتو کې یې د شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی د تحریک طالبان پاکستان یو خطرناک ترهګر هم نیولی خو د هغه نوم یې مخې ته نه دی راوړی اؤ پخپل بیان کې یې یوازې د خوارجو د ډلې څخه یاد کړی.
د خوارج اصطلاح د تېر کال راهسې پاکستاني چارواکي اؤ امنیتي ځواکونه د تحریک طالبان پاکستان لپاره کاروي.
د ترهګرۍ ضد محکمې د نیول شوؤ ترهګرو نومونه د مدثر خان، سجاد احمد ،عاشق، اجمل خان، عمیر اقبال، محمد اعجاز، سهیل احمد اور عیسا خان وغیرہ په توګه مخې ته راوړي دي.
د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې ده چې ددغو ترهګرو د ولکې څخه چاودېدونکي مواد، یو آي اي ډي بم،پارونکې پمفلټونه، پیسې اؤ نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
تر دې وړاندې په 24مه جنورۍ هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې وه چې د پنجاب د سر ښار لاهور، راولپنډۍ ، شیخو پوره، میانوالي، سرګودها اؤ فیصل اباد څخه یې 10 ترهګر نیولي دي.
همدا شان د جنورۍ په 15مه نېټه هم سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس 200 عملیات کړي اؤ 23 ترهګر یې نیولي دي.
د پنجاب نه په لویه پیمانه د ترهګرو د نیولو دا دعوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کال 2021م راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده.
د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان کې تېرې د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي.
په دې جنورۍ کې ترسره شوؤ 74 ترهګریزو بريدونو کې د 35 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي دي.
د پېکس د رپورټ له مخې په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون دې حملو کې 66 کسان وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه د جنورۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.
پنجاب کې دوه، سيند او اسلام اباد کې يو يو برید شوی دی.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عمليات هم سېوا کړي، لږ تر لږه 208 وسله وال یې وژلي دي، ويل شوي دا په يوه میاشت کې د 2016م وروسته د وسله والو تر ټولو زیاتې وژنې شوي دي.
په پنجاب کې اکثره د ترهګرۍ ضد محکمه عملیاتو کې د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو څېړونکي زیاتره وخت په دې دعوؤ شکونه هم کوي اؤ وایي چې سي ټي آي اکثره د ناسمو اطلاعاتو په بنیاد عام مزدور کاره خلک نیسي اؤ بیا ورته د ترهګرو نوم ورکوي.
پنجاب د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده اؤ وخت په وخت څېړونکي دعوې کوي چې جنوبي پنجاب کې ترهګر اؤ تند لاري خپلې خوندي ځالې اؤ قوي مرکزونه لري .
څېړونکي وایي د جماعت الدعوه اؤ جیش محمد په څېر د نړۍ په کچه ترهګرې ګرځول شوې ډلې هم په جنوبي پنجاب کې خپلې پټې ځالې لري.
د پاکستان په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ د سیند ایالت په سر ښار کراچۍ کې په نزدې وختونو کې زیاتې ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي خو پنجاب بیا د نورو صوبو په نسبت له ترهګریزو بریدونو خوندي دی.
Forum