د ميانمر جمهوريت خوښې مشره انگ سانگ سو کي دخالي په ورځ دنظربندۍ نه خوشې کړل شوې او دهغې دليدلو لپاره په سلگونو پلويان دهغې دکور مخې ته ورټول شوي دي.
دخوشې کيدو څخه وروسته په ينگون کې د خپل کور نه بهر موجودو خپلو پلويانو ته په لنډه وينا کې سوکي په هيواد کې په يو والي دټينگار کولو په ترڅ کې وويل دا وخت دزغم سره سره دخبروکولو دى او ټولو خلکو ته به په گډه کار کول وي.
له دې وروسته هغه دخپلگوند نيشنل ليگ فار ډيموکريسي لوړپوړو عهديدارانو سره خپل کور ته بيرته لاړه.
دامن لپاره دنوبل انعام ترلاسه کوونکې انگ سان سوکي ته تير کال دنظربندۍ ديوې بيلې سزا په هکله دشرطونو څخه دسرغړونې په جرم کې ددريوؤ کالو دمشقت سره دقيد سزا اورول شوېوه.
استغاثې وئيلي ؤ هغې يوامريکائي وگړي ته په رنگون کې دخپل کور دننه پناه ورکړې وه څوک چې دغلته په لامبو رسيدلى ؤ.
خو دبرما مشر جنرل تهان شهوىدسوچي په سزا کې دکمي کولو سره د18ؤ مياشتو په نظربندۍ کې بدله کړل شوې وه.
ميانمر : انگ سانگ سوکي د نظربندۍ نه خوشې کړل شوې ده