انوار الحق کاکړ د پاکستان د نګران وزیراعظم په توګه سوګند پورته کړو. صدر عارف علوي په ایوان صدر کې د دستورې په مهال د انوار الحق څخه سوګند واخیستلو.
د پاکستان صدر د خالي په ورځ د انوار الحق د نګران وزیراعظم په توګه ټاکنې منظوري ورکړې وه.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د نګران وزيراعظم د سوګند پورته کولو په دستوره کې تلونکي يا مخکيني وزیراعظم شهباز شريف، د سېنېټ چيرمېن، د قامي اسمبلۍ سپيکر، د وسله والو ځواکونو مشرانو، ګورنرانو او اعلا وزیرانو سره لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.
وروسته مخکيني وزیراعظم شهباز شریف ته د مخه ښې او نګران وزیراعظم ته د څوکۍ سمبالولو سلامۍ وړاندې کړی شوي دي.
د خالي په ورځ د پاکستان مخکينی وزیراعظم شهباز شریف او د اپوزیشن مخکينی لیډر راجا ریاض د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه د بلوچستان عوامي ګوند د سېنېټر انوارالحق کاکړ په نوم متفق شوي وو، بيا یې صدر ته سپارښتنه لېږلې او هغه یې منظوري ورکړې وه.
انوار الحق کاکړ د سېنېټ د څوکۍ او ګوند د عهدو څخه استعفاګانې ورکړي دي.
انوار الحق کاکړ څوک دی؟
انوار الحق کاکړ د بلوچستان عوامي ګوند سره تعلق لري. هغه د پوهنتون د زده کړو په وخت د پښتون سټوډنټ فیډریشن د مرکزي کمېټۍ غړی پاتې شوی وو.
نوموړی په 2006 م کې په مسلم لیګ ق ګوند کې شامل شوی وو.
د ځینې سیاسي سرچینو په وینا هغه لومړۍ ناستې پاستې د هغه وخت د پوځ له امتیاز نومي بریګيډیر، ډپټي کمشنر کوټه حافظ شېر علي او د مسلم ق له سیاستوال سرور خان کاکړ سره وې.
مرحوم سرور خان کاکړ د صوبایي او مرکزي وزیر تر څنګ د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر هم پاتې شوی. هغه د پاکستان اسټېبلشمنټ ته زیات نزدې تن ګڼل کېدو.
انوارالحق په لومړي ځل په کال 2008م کې له کوټې څخه د مسلم ليګ ق په ټکټ د قامي اسمبلۍ اېن اې 459 نه ووټونو ته ودرېدلی، خونه وو بریالی شوی.
نوموړی په 2015م کال کې د مسلم لیګ ن د نواب ثناالله زهري په دوره کې د بلوچستان حکومت ویاند وو، خو د 2017م کال په دسمبر کې یې د خپل حکومت پر ضد د بې اعتمادۍ په تحريک کې مهمه رول لوبولی وو.
له هغه وروسته عبدالقدوس بزنجو شپږ میاشتې وزیراعلی پاتې شوی، بیا انوارالحق کاکړ د هغه په کابینه کې د اطلاعاتو سلاکار وو.
انوارالحق کاکړ د 2018م کال په مارچ میاشت د شپږو کلونو لپاره د پاکستان په سېنېټ کې سېنېټر ټاکل شوی وو.
هغه ته د مسلم لیګ (ن) ملاتړ حاصل وو خو هغه په خپلواک حیثیت سېنېټر جوړ شوی وو.
هم د مارچ په میاشت کې له مسلم لیګ (ن) څخه د خفه غړو ملګری شوی او د بلوچستان عوامي ګوند يا باپ په نوم ګوند یې جوړ کړی وو.
هغه وخت نوموړی د باپ ګوند د مرکزي ویاند په توګه ټاکل شوی وو.
ياد ګوند د 2018 په انتخاباتو کې 24 سیټونه تر لاسه کړي او جام کمال یې د بلوچستان وزیر اعلا جوړ کړی وو.
خو بيا وروسته د جام کمال پر ضد د بې اعتمادۍ د تحريک نه پس په "باپ" ګوند کې اختلافات راپورته شوي او انوار الحق کاکړ د سېنېټ د اوسني چيرمېن صادق سنجراني او عبدالقدوس بزنجو پر ځای د جام کمال ملاتړ کړی وو.
انوارالحق کاکړ د پښتنو له مشهورې کاکړ قبیلې سره تعلق لري او د بلوچستان صوبې د قلعه سیف الله ضلعې اوسېدونکی دی.
هغه د پاکستان د پوځ کېډټ کالج کوهاټ زدکونکی هم پاتې شوی دی.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کوټې له يو شخصي ښوونځي څخه تر لاسه کړي او د بلوچستان له پوهنتون ترڅنګ یې له پېښور پوهنتون څخه هم زده کړې کړي دي.
کاکړ د پاکستان د پوځ نېشنل ورکشاپ یا د ملي دفاع پوهنتون د امنيتي ورکشاپ برخه هم پاتې شوی دی.
Forum