لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: جینکو د تعلیم او ښځو د پردې په سر افغان طالبان په سخت دریځو او مېنځ لارو ډلو کې ویشل شوي 


د افغان طالبانو تر مېنځه د پردې په سر د اختلافاتو دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې طالبان غواړي نړی دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو نړی په طالبانو غږ کړی چې د جینکو د تعلیم تر څنګ دې ښځو ته د کار اجازت او بشري حقونه ورکړي
د افغان طالبانو تر مېنځه د پردې په سر د اختلافاتو دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې طالبان غواړي نړی دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو نړی په طالبانو غږ کړی چې د جینکو د تعلیم تر څنګ دې ښځو ته د کار اجازت او بشري حقونه ورکړي

اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې په خپل یو رپورټ کې ویلي دي چې د افغانستان طالبان د جینکو د تعلیم او د ښځو د پردې په سر په سخت دریځه او مېنځ لارو ډلو کې ویشل شوي دي خو دغه اختلافات په ښکاره ډول تر اوسه مخې ته نه دي راغلی.

د افغان طالبانو تر مېنځه د پردې په سر د اختلافاتو دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې طالبان غواړي چې نړی دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو نړی پرله پسې په طالبانو غږ کړی چې د جینکو د تعلیم تر څنګ دې ښځو ته د کار اجازت او بشري حقونه ورکړي، په مېډیا دې بندېزونه ختم کړي او د مخالیفینو په ضد دې انتقامي اقدامات بند کړي.

په رپورټ کې ویل شوي دي چې د طالبانو سخت دریځه مشر مولوي هېبت الله اخونزاده لخوا خو دومره سخت حکم شوی و چې که یوه ښځه بغېر د محرم یا شرعي رشته کې تړلي سړي نه بغېر له کوره وځي او سفر کوي نو نه یواځې دغې ښځې ته نه بلکې ذمه وار سړي ته یې هم باید سزا ورکړی شي.

ای پي خبري ادارې ویلي چې مولوي هېبت الله د طالبانو د هغه مشرانو نه دی چې ډېر کم یې د طالبانو روایتي مرکز کندهار نه بهر سفر کړی او دې د طالبانو په هغه مشرانو کې شامل دی چې د کال 1996 نه تر 2001 کال پورې یې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنی کې د جینکو د تعلیم او د ښځو د پردې پحقله سخت دریځ لرلو.

رپورټ کې ویل شوي د طالبانو باني مشر ملا محمد عمر په شان ملا هېبت الله هم سخت دریځ اسلام عملي کول غواړي او د پخوانیو قبایلي رسمونو پشان د جینکو د ودونو په حق کې دی په کوم کې چې جینکی بلوغت په رسېدلو واده کولی شي.

یو افغان مشر چې د طالبانو د مشرانو سره وخت په وخت ملاقاتونه کوي او د طالبانو د دننه جګړو نه خبر دی د نوم نه ښودلو په شرط یې ای پي ته ویلي "د طالبانو یو ستر حکومتي وزیر په عیني حال کې په یوه غونډه کې د ملا هېبت الله په سخت دریځه سوچ غصه او خفګان هم ښودلی."

په پخواني حکومت کې یو سلاکار طارق فرهادي ای پي ته ویلي دي چې داسې ښکار طالبان د پردې په مسله د اولس په وړاندې نه راتلل غواړي ځکه چې دوي ویره لري اختلافونه به یې را برسېره شي.

فرهادي وايي دوی په دې وجه هم دغه د اختلافاتو خبرې نه ښکاره کوي چې دې سره به هر څه مات شي ، خپل مېنځي جګړې به پېل شي اود هېواد دننه او بهر نړۍ کې به یو غوبل جوړ شي په دې وجه مشران یې غواړي داسې فېصلې ښکاره نشي چې اختلافونه زیاتولی شي.

ای پي خبري ادارې په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د پردي په سر د سخت دریځه او مېنځ لارو طالبانو ترمېنځه تقسیم ورځ تر بلې زیاتېږي او په دې کې شدت وروسته له هغې زیات شوی چې طالبانو ویلي وو د مارچ 23 نېټې څخه به د شپږم ټولګي نه بره سکولونه پرانزي خو وروسته یې په حېرانونکي توګه دغه فېصله بېرته اخستې وه چې پرې د نړی د حکومتونو ، اقوام متحده او د بشري حفونو ډلو لخوا سخت غبرګون ښودلی شوی وو.

د طالبانو د حقاني ډلې مشر سراج حقاني د مشر وړوکي ورور سراج حقاني د روانې میاشتې په شروع کې په خوست کې د یو کانفرنس په وخت ویلی وو تعلیم د جینکو حق دی او زر به سکولونو ته روانې شي خو دا یې نه وو ویلي د کله نه به سکولونه پرانستل شي. هغه ویلی وو دا مسله به زر حل شي او تاسو به خوشخبري واورئ.

ای پي خبرې ادارې دا نه دي ویلي چې د افغان طالبانو ترمېنځه د پردې په سر د ویشل شوو طالبانو مشري کوم طالبان مشران کوي خو کله چې د تېر کال اګست په میاشت کې طالبانو په ټول افغانستان قبضه وکړله نو د حقاني ډلې د مشر سراج الدین حقاني او په دوحه کې د طالبانو د خبرو اترو د ډلې د مشر عبدالغني برادر ترمېنځه هم د اختلافونو خبرونه مخې ته راغلي وو خو وروسته بیا طالبانو د دغه خبرونو تردید کړی وو.

د طالبانو د ترمېنځه د نظامي مشرۍ په سر هم د سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني باني مشر ملا محمد عمر د زوي ملا محمد یعقوب چې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزیر هم دی ترمېنځه د اختلافونو خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG