لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خرطوم کې جګړه دوام لري او متحده قومونه وايي جګړې دلاسه په لکونو خلک بې کوره کېدلی شي


د پوځ مشر جنرل عبد الافتح برهان او د رېپېډ سپورټ فورسز نیم پوځي ځواک د مشر جنرل همدان داګلو د جګړې له امله لږ تر لږه ۴۳۶ ملکي کسان وژل شوي او د ۱۲۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي
د پوځ مشر جنرل عبد الافتح برهان او د رېپېډ سپورټ فورسز نیم پوځي ځواک د مشر جنرل همدان داګلو د جګړې له امله لږ تر لږه ۴۳۶ ملکي کسان وژل شوي او د ۱۲۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي

د ډز بندۍ باوجود د سوډان په سرښار خرطوم کې د نهې، سه شنبې، په ورځ هم چاودنې او ډزې اورېدل شوي او متحده قومونو خبرداری کړی چې د سوډان د دوو جنرنېلانو د جګړې دلاسه په لکونو خلک بې کوره کېدلی شي.

اېسوسي پرېس خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې د تېرو دریو هفتو د جګړې له امله خرطوم او نژدې ام درمان ښار د جنګ په مېدان بدل شوي، په رهایشي علاقو کې سختې جګړې کېږي او د ځینو علاقو نه خلک په مکمله توګه وتلي دي.

د پوځ مشر جنرل عبد الافتح برهان او د رېپېډ سپورټ فورسز نیم پوځي ځواک د مشر جنرل همدان داګلو د جګړې له امله لږ تر لږه ۴۳۶ ملکي کسان وژل شوي او د ۱۲۰۰ نه زیات زخمیان شوي دي. قریباً یوه هفته وړاندې، ای پي وايي، د سوډان د صحت وزارت په جګړه کې د ۵۳۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، چې په کې ملکي کسان او په جګړه کې ښکیل عسکر شامل دی.

ای پي وايي په سوډان کې د جګړې له امله بې کوره شوي ګڼ شمېر خلک د مصر پولې ته رسېدلي دي او د غیر ملکیانو په شمول ګڼ شمېر خلک پورټ سوډان، چې د هېواد تر ټولو لوی بندر دی، رسېدلي چې د ملک نه بهر ووځي.

د خرطوم یو اوسېدونکي عبدالله الفتح ای پي ته وویل چې ښار زیاتره خالي شوي او د هغه کور چې په کومه کوڅه کې دی د هغې ټولې کوڅې اوسېدونکي وتلي دي.

کډوالو دپاره د متحده قومونو ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرانډي ویلي په سوډان کې جګړې دلاسه د اتوو لکو نه زیات کسان ګاونډیو ملکونو ته کډوال کېدلی شي.

ګرانډي د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل امید کوي چې په لویه شمېره کې خلک بې کوره نه شي خو که تشدد دوام لري نو هم داسې په کېږي.

ای پي وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ سحر وختي د خرطو په ګڼ شمېر برخو کې د ډزو او چاودنو اوازونه اورېدل کېدل. د ښار د اوسېدونکو په قول جنګي هوايي جهازونو خرطوم دپاسه پروازونه کول او جګړه زیاتره د پوځ د مرکز، نړیوالې هوايي اډې او د ريپبلېکن پېلس یا د مجهوري محل شا او خوا علاقو کې کېدله.

په خرطوم کې د تازه جګړې په اړه رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې مطبوعاتو ویلي وو په جګړه کې ښکیل فريقېن راضي شوي چې ډز بندي د نورو ۷۲ ګنټو دپاره وغځوي او په ممکنه توګه په سعودي عرب کې سولې مذاکراتو دپاره استازي ولېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG