لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عارف وزير په واڼه کې خاورو ته سپارل شوی


ٖFunnel of Arif Wazir

د پښتون تحفظ مومنټ فعاله غړي او د قامي اسمبلي ممبرعلي وزیر د تره ځوي، عارف وزير جنازه نن د خیبرپښتونخوا جنوبي وزیرستان مرکزي ښار واڼه ترسره شوی او هلته خاورو ته سپارل شوی.

د عارف وزیر په جنازه کې د سیمه ایزوه خلکو په شمول د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د نورو سیمو نه ورغلي د زرګونو په شمیر کې مشرانو، ځوانانو او نورو خلکو برخه اخستې.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتین د جنازې په وخت راغونډو شوو خلکو ته په وینا کې ویلي، د خپلې خاورې سره مینه کوونکي او امن غوښتونکي په یو حال کې هم نه پرېښودل کیږي او وینې یې تویول کیږي. نوموړ وویل ظلم او جبر کوونکي به د دوي په خاوره د همېش لپاره پاتې نه شي.

اخوا د بلوچستان ایالت په یو شمېر سیمو کې عارف وزیر غایبانه جنازې شوي چې پکې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونومشرانو او د مدني ټولنې غړو برخه اخستې.

د پښتون تحفظ مومنټ فعاله غړی او د قامي اسمبلي ممبرعلي وزیر د تره ځوي، عارف وزير د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې نامعلومه وسله والو په یو حمله کې سخت ژوبل کړی وو چې یوه ورځ‌ وروستو یې د اسلام اباد پمز هسپتال کې د اپریشن په وخت ساه ورکړې وه.

د بخښنې نړیوالې ادارې او د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په ګډون د خیبرپښتونخوا حکومت، د پاکستان ګڼ شمېر سیاسي مشرانو او د بشري حقونو لپاره اواز پورته کوونکو د عارف وزیر وژنه په کلکه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG