لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د زیارت سیمې څخه سرکاري افسر وسله والو تښتولی


دچارواکو په وینا د کواسې او ورچوم په منځنی سیمه کې د دوئ ګاډی د وسله والو لخوا ودرل شو، دوئ وسله والو دځان سره بوتلل خو بیا وروسته یې دکورنۍ نور کسان خوشې کړل خو سرکاری افسر یې له ځان سره بوتللی دی
دچارواکو په وینا د کواسې او ورچوم په منځنی سیمه کې د دوئ ګاډی د وسله والو لخوا ودرل شو، دوئ وسله والو دځان سره بوتلل خو بیا وروسته یې دکورنۍ نور کسان خوشې کړل خو سرکاری افسر یې له ځان سره بوتللی دی

حکومتي چارواکي وايي چې دغه سرکاري افسر د زيارت او کوټې تر منځ له خپلې کورنۍ سره سفر کولو چې له زیارت څخه د ۲۵ کلو مټرو په واټن د کو ټې په لور وسلوالو کسانو چې په تور سرف ګاډې کې سپاره وو، وتښتولو.

دچارواکو په وینا د کواسې او ورچوم په منځنی سیمه کې د دوئ ګاډی د وسله والو لخوا ودرل شو، دوئ وسله والو دځان سره بوتلل خو بیا وروسته یې دکورنۍ نور کسان خوشې کړل خو سرکاری افسر یې له ځان سره بوتللی دی.

دتښتول شوي افسر دکورنی نور غړي انتظامی چارواکو زیارت ته انتقال کړي دي.

دامنیتی چارواکو په وینا د سرکاري افسر د راخوشي کولو لپاره هڅې پیل کړل شوي اؤ امنیتي ځواکونو خواوشا سیمه پخپله ولکه کې اخستې ده.

تر دې دمه ددې پېښې ذمه واری چا نه ده منلې.

د بلوچستان وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو د زيارت سيمې څخه دسرکاري افسر د تښتول کیدو دپيښې په سخته نوټس اخستی دی.

وزيراعلي امر کړی دی چې زرتر زر باید تښتول شوی تن راخوشې کړل شي او د زیارت په شمول د صوبې په ټولو د سیل په ځايونو کې دې سيلانيانو ته تحفظ ورکول شي.

ځائ خلک وايي د زیارت د ورچوم په غرونو کې دامنیتي ځواکونو له لوری عملیات روان دي اؤ پوځي هیلي کاپترې هم په غرونو شا و خوا ګرځي چې له امله یې په سیمه کې ویره خوره شوې ده.

زیارت دبلوچستان یوه یخه شنه زرغونه پښتني دسیلګرۍ سیمه ده خو دلته دتیرې څه مودې راهسې امنېتي وضعه خرابه ده .

زیارت ته دبلوڅو سیمو غرونه ورنزدې دي اؤ تبرکال هم دغلته دمنګي ډېم مزدوران وژل شوي وو.

کال 2013م کې دجون په 15مه وسلوالو په زیارت کې د پاکستان دبنسټ اېښودونکي محمد علی جناح استوګنځائ په بارودو الوځولي ؤ چې مسولیت یاغي بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل ای په سر اخستی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG