لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه ردالفساد عملیات کامیاب بللي خو څېړونکو یې دعوه رد کړې


د پاکستان پوځي سر لښکر جنرل قمر جاوید باجوه په هیواد کښې د ترهګرو شبکو پرضد د روانو ردالفساد نومې عملیاتو په کامیابۍ ډاډ ښکاره کړی خو ناقدین وایي که چرې دا عملیات دومره کامیاب وؤ نو بیا ولې پاکستان کښې ترهه ګري یو ځل بیا سېوا شوه اؤ ولې د پاکستان ریاست په دې مجبوره شو چې لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان سره یې مذاکرات پیل کړل؟

د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د ردالفساد عملیاتو په بریالیتوب خپل اطمینان د کورکمانډرانو دیوې غونډې دمشرۍ کولو په وخت ښودلی دی.

دا عملیات کال 2017م کې په ګرد پاکستان کښې داستخباراتي معلوماتو په اساس د انټلي جنس بېس آپریشن په نامه د ترهه ګرو شبکو پرضد پیل کړی شوي وؤ.

پاکستان کښې د واشنګن پوسټ ورځپاڼې خبریال حق نواز خان د پوځ دسرلښکر دغه دعوې سره ډیر اتفاق نه لري اؤ ډیوه سره دخبرو په وخت یې ویلې دي که چرې دا عملیات کامیاب وؤ نو بیا ولې پاکستان کښې یو ځل بیا ترهه ګري پېل شوه اؤ ولې دپاکستان ریاست په دې مجبوره شو چې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان سره یې د امن مذاکرات پېل کړل.

هم دغه خبره د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلئ غړی محسن ډاوړ هم کوي اؤ‌ وایې یو خوا پوځ د طالبانو اؤ نورو ترهګرو شبکو پرضد د عملیاتو د کامیابۍ خبره کوي بلخوا دوي سره مذاکرات کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې محسن داوړ وایي چې لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان سره امن مذاکرت چې پارلیمان ترې هم خبر نه دی ،دپیل کولو نه وروسته به اوس دپاکستان پوځ ته دا خبره منل وي چې د دوي پرضد د پوځ ټول عملیات ناکامه شوي اؤ نه پوځ دا صلاحیت لري چې دعملیاتو له لارې د ترهګرو شبکو ملا ماته کړي.

پاکستان کښې د نیو یارک ټائمز ورځپاڼې خبریال احسان ټیپو محسود وایي چې کال 2014م کښې د پیل شوي اپریشن ضرب عضب د کامیابۍ دعوه پوځ کولی شي اؤ هغه هم په دې کامیابه وؤ چې ایټم بم نه علاوه پوځ خپله ټوله وسله چې پکې جنګي جازونه اؤ هيلي کاپټرې هم شامل وې،دغه عملیاتو کې استعمال کړې وه.

هغه وایي هغه عملیات یوې سیمې پورې محدود وؤ خو ردالفساد چې د معلوماتو په بنیاد عملیات دي ګرد هیواد کښې دلته موجود د ټولو ترهه ګرو تنظیمونو پرضد روان دي ځګه یې نتېجې هم څه ډیرې مثبت نه دي.

احسان ټیپو محسود وایي په کابل دطالبانو له قبضې وروسته اوس پاکستاني طالبانو ته یو ځل بیا په افغانستان کښې د پناه ځائ ترلاسه شو اؤ دافغان طالبانو له کامیابۍ وروسته پاکستاني طالبان هم ګڼي چې دوي به هم د ټوپک په زور کامیاب شي ځکه دلته ېو ځل بیا ترهه ګري سېوا شوه.

د ترهه ګرو پرضد اپریشن ردالفساد دکامیابۍ دعوه پوخ په داسې حال کې کړې ده چې پاکستان کښې ترهه ګري ېو ځل بیا سېوا شوې ده اؤ دا ځل د ترهګرې پیښو کښې زیات بریدونه په امنیتي‌ځواکونو شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG