لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ارشد ملک د احتساب قاضي پاتې نه شو خو د نواز شریف فیصله به يې پرځای وي


د اسلام اباد هايي کورټ لخوا د پاکستان د احتساب عدالت د یو لانجمن قاضي ارشد ملک د لرې کولو وروسته د پاکستان د قانون وزیر فروغ نسیم ویلي د پخواني وزیراعظم نواز شریف په اړه د یاد قاضي فیصله به لا پرځای وي.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته د قانون وزیر ووېل د اسلام اباد هايي کورټ نواز شریف ته د ورکړل شوې سزا په اړه د فیصلې اختیار لري.

دجمعې په ورځ پاکستاني میډیا د اسلام اباد هائیکورټ د ویاند له خولې ویلي چې داسلام اباد هائیکورټ موقتي مشر قاضي عامر فاروق د قانون وزارت ته په استولي یو لیک کې سپارښتنه کړې چې دعدلیې څخه باید د جج ارشد ملک خدمات بیرته واخلي.

ارشد ملک تر دې وړاندې په یوه بله محکمه کې نوکري کوله خو په د اړتیا په اساس احتساب عدالت ته د جج په توګه ولېږل شو.

د جج ارشد ملک د پخواني وزیراعظم نواز شریف په قضیه کې رول او د هغې وروسته په یو ویډیو کې د فیصلې په اړه د یاد دجج ملامتیا په اړه اوس د پاکستان ستر عدالت ته یو خواست هم جمع شوی چې د جج او فیصلې په اړه دې پلټنې وشي.

سپریم کورټ به اوس په ۱۶مه جولايي د دغه خواست اورونه پېلوي.

ارشد ملک ولې لانجمن شو؟

روانه اوونۍ دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز دخپل یو مطبوعاتي کانفرنس په مهال په نوموړي جج تور لګولی ؤ چې دهغې پلار اؤ پخواني وزیراعظم نوازشریف ته یې د الع‏زیزیه په مقدمه کې دبند سزا د فشار په اساس اورولې وه.

مریم نواز رسنیو ته یوه ویډیو هم ښودلې وه چې پکې جج ارشد ملک دمسلم لیګ د یو مرستیال ناصربټ سره په خبرو لیدل کیږي اؤ په دغو خبرو کې هغه پخپله دا خبره مني چې نوازشریف ته یې دبل چا په فشار سزا اورولې چې اوس پرې هغه خپل ضمیر ته ملامته دی.

ارشد ملک د تورونو په اړه څه وايي؟

ارشد ملک په ځان لګیدلي ټول تورونه رد کړل اؤ د سپیناوي پخپل یو بیان کې یې وویل چې نوازشریف ته سزا اورولو دپاره په هغه د هیچا فشار نه ؤ بلکې د نوازشریف د کورنۍ لخوا ورته د رشوتونو ورکولو وړاندیزونه شوي وؤ چې هغه نه دي‌ منلي.

د اسلام اباد هائیکورټ ویاند ویلي چې په جج ارشد ملک د تورونو لګول کیدو وروسته هغه داسلام اباد هائیکورټ رجسټرار سره لیدنه کړې اؤ په ځان دلګیدلو تورونو د سپیناوي په اړوند یې داعلی عدلیې په نوم یو لیک هم ورسپارلی چې دغه لیک داسلام اباد هائیکورټ موقتي مشر جج عامر فاروق ته رسول شوی دی.

ویاند وایي ددغه لیک نه وروستو موقتي مشر جج عامر فاروق پرېکړه کړې چې ارشد ملک باید دخپلې چوکۍ څخه لرې کړل شي اؤ ددې غرض دپاره یې دقانون وزارت ته لیک هم استولی دی.

XS
SM
MD
LG