د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې ددوؤ وسله والو قبائيلو ترمينځ داوبۀ شخړه روانو نښتو کې دزيارت په ورځ شدت رامينځته شوى چې پکې نور 13 کسان وژل شوي او 19 ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دتيرو دوؤ اوونيو څخه دکرمې ايجنسۍ په تنگۍ او شلوزان سيمه کې ددوؤ قبائيلو ترمينځ سختې نښتې روانې دي خو دزيات په ورځ دغو نښتو وروستو له هغې يو نوى اړخ خپل کړو چې پکې وسله وال تندلاري هم شامل شول.
سرچينې زياتوي دواړه وسله وال قبائيل ديو بل په ضد سپکې او درنې وسلې کاروي او دتيرو 13ؤ ورځو راهسې په دغو نښتو کې تر دې مهاله 59 کسان وژل شوي او د80ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
اخوا دخيبرپښتونخوا ايالت په سوات سيمه کې پوځ سره نښته کې دوه مهم تندلاري کمانډران وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې نن سحر وختي دسوات په خوازه خيله سيمه کې دپوځ او تندلارو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې دوه مهم تندلاري کمانډران مفتي عبدالبصير او سميع الحق وژل شوي دي.
کرمه ايجنسي : دوسله والو قبائيلو ترمينځ نښته کې 13 کسان وژل شوي دي

1