د يوې اوږدې مودې راهسې د امريکا اؤ ټولې نړۍ حکومتونه د يوولسم ستمبر دپيښو تور په القاعده لگوي .
د القاعده مشر اسامه بن لادن د دغو ترهگريزو بريدونه پړه په غاړه اخستې وه خو د تيرې عشرې په مهال ځينې خلکو ددغه سپيناوي په ضد دلائيل ورکړي دي بلکې تاسو چې کله د انټرنيټ په کوم سرچ انجن کې دنائن اليون الفاظ وليکئ نو د ټولو په سرکې چې پکې کومې پينځۀ جملې راځي په هغې کې به يو د نائن اليون سازش وي.
اؤ په څو عجيبه سازشونو کې خو تر دې حده ويل شوي چې دغه بريدونه امريکا پخپله پخپل ځان کړي وؤ.
دا قياسونه پکې هم کيږي چې دغه بريدونه اسرائيلو کړي وؤ ترڅو مسلمانان بدنام کړل شي.
په کال 2008ء کې پي ائي پي اے يا پروګرام ان انټرنيشنل پاليسي ايټي ټيودز څيړونکو د نړۍ د يوويشتو هيوادونو د خلکو سره خبرې کړې وې اؤ دهغوئ څخه يې پوښتلي وؤ چې د هغوئ په فکر د يوولسم ستمبر دبريدونو ترشا د چا لاس ؤ؟
د پي ايي پي اى ډائريکټر اسټيقن کل وايي ددغه نظرپوښتنې نتيجې حيرانوونکې وې.
خواوشا په نيمو هيوادونو کې زياتره خلک هغه وؤ چې ددغه پيښو په لاس لرنه کې يې د القاعده نوم واخستو اؤ په هاغو هيوادونو کې چې د ناټو په ائتلاف کې زمونږ اتحاديان دي ددغسې خلکو اکثريت ډير سيوا نۀ وؤ.
په هرکيس کې چې اکثريت په دريوؤ کې د دوؤ برخو څخه زيات نۀ وي نو په نړۍ کې هغه د رائيو اتفاق نۀ وي.
اسټيفن کل وايي څيړونکو ددغه نظرپوښتنې نتيجې ته د امريکا په اړه دخلکو د رويو په نظر کې دنيولو سره وکتل .
دکومو خلکو رويه چې دامريکا په هکله ډيره منفي وه په هغوئ کې ددې خبرې دمنلو کچه ډيره ټيټه وه چې دغه بريدونه القاعده کړي دي.
گريم بينرمين چې دامريکايي سينيټ د بهرنيو اړيکو د کميټې سره تړلى پاتې شوى دى وايي دهغه په خيال کۀ دغه څيړنه د نائن اليون څخه سمدستي وروستو ترسره شوې وه نو پائيلې به يې مختلفې وې.
د هغه په ټکو فکر کوي چې په لمړيو کې نورې ټولې نړۍ زمونږ ملاتړ کړى ؤ،هرڅوک دامريکا سره ولاړ وؤحتى هاغه خلک هم چې زمونږ ډير ښۀ ملگري نۀ ووهغوئ هم دا ويل مونږ په دې پوهيږو چې په تاسو څه تيرشول ځکه تاسو سره ولاړ يو.
خو هغه وايي کله چې امريکا د عراق جگړه پيل کړه نو دامريکا په اړه د خواخوږۍ جذبې تر ډيره حده ختمې شوې ځکه چې زياتره خلکو دا خيال لرلو چې عراق د يوولسم ستمبر په بريدونو کې ککړ نۀ ؤ.
دامريکا اؤ عراق د جگړې څخه وروستو په اسلامي هيوادونو کې دامريکا په اړه منفي روئيو کې ډاگيزه اضافه وشوه.
په 2008ء کې چې په مينځني ختيز کې د کومو خلکو نظر پوښتل شوى ؤ دهغوئ څخه زياترو ياخو دا ويلي وؤ چې القاعده د نائن اليون ذمه واره نۀ ده اؤ يا يې ويلي وؤ هغوئ نۀ پوهيږي چې دغه بريدونه چا کړي دي.
سږکال د پيو څيړنيز مرکز د نظرپوښتنې تر مخه په نظرپوښتنه کې دشاملو مسلمانانو د اکثريت اوس هم دا خيال دى چې عربان ددغه بريدونو ذمه وار نۀ وؤ.
د نړيوالو اړيکو يو پاکستانى ماهر اشتياق احمد وايي په اسلامي نړۍ کې دامريکا په اړه د منفي روئيو وجه يواځې دامريکا بهرنۍ تگلارې نۀ دي .
هغه وايي د واکمنې طبقې خلک په ځانگړي ډول پاکستان کې د امريکا ضد روئيو ډاډگيرنه کوي ،دامريکايي امداد اهميت کموي اؤ د هيواد دننه دخپلو ناکامو پټولو دپاره امريکا اؤ اروپايي هيوادونه مسئول گڼي.
د اشتياق احمد لۀ مخې بنيادي خبره داده چې د واکمنانو په ضد اولس کې غم اؤ غصه موجود ده اؤ حکمرانان لار لټوي چې دغه غصه د امريکا په څير د لويو طاقتونو لوري ته ور وگرځوي.
هغه وايي په مصر،سعودي عرب،خليج اؤ پاکستان کې همدغسې شوي دي ځکه نو په هر شي کې دسازش دغه رجحان د يوولسم ستمبر د پيښې څخه لس کاله وروستو هم لۀ مينځه نۀ دى تللى بلکې تر څه حده نور هم سيوا شوى دى.
خو د اشتياق احمد په فکر دغه وضعيت ښه کول ممکن دي .
هغه وايي د افغانستان څخه د امريکايي پوځونو د وتلو،په نورو اسلامي هيوادونو کې امريکايي عمل دخل د کمولو اؤ ددې ترڅنگ په تجارت اؤ امداد کې د اضافې کولو سره دامريکا په اړه تاثر بدليدل پيل کيدى اؤ د نائن اليون په لړکې دسازشونو بې سر وپښو قيصې ختميدلى شي
د9/11 لس کاله وروسته هم قياسونه پايي نۀ مومې، اخر ولې؟