د پاکستان د شخصي ټيلي ويژن چېنل مشر سلمان اقبال ويلي، په کينيا کې د وژل شوي پاکستاني صحافي ارشد شريف د وژل کېدو په اړه دې ملګرو ملتونه پلټنې وکړي. هغه د ارشد شریف په قتل کې د ککړتیا خبره هم رد کړې.
د ارشد شريف د وژنې د پېښې په لړ کې د پاکستان د پوځ وياند او د کورنيو چارو وزیر د سلمان اقبال نوم اخستی چې هغه دې په پلټنو کې شامل شي او ويلي يې وو د صحافي د وژنې کړۍ تر سلمان اقبال او عمران خان پورې رسي.
سلمان اقبال تير ماسخوتن په ټويټر خپل ځواب شريک کړی، ارشد شريف ته یې ورور ويلي چې هغه ته ګواښونه کېدل، مقدمې پرې درج کېدې ځکه هغه د بهر تلو لاره خپله کړې او دوی ورسره د يو دوست په حېث ودرېدلي دي.
خبريال ارشد شريف د 23 اکتوبر په شپه په کينيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.
د پاکستان حکومت ويلي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې دپاره د پلټنو د کمېشن جوړولو پرېکړه شوې او په دغه لړ کې کينيا ته هم افسران ليږل کيږي.
دوه ورځې وړاندې په 27 اکتوبر په خبري غونډه کې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي".
له دغې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله هم ويلي وو چې د ارشد شریف د وژنې کړۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان پورې رسي. هغه ویلي وو ارشد شريف چې په کینيا کې د خرم ومې تن سره وو، هغه د ARY ملازم دی.
خو سلمان اقبال بيا تور لګولی چې د مسلم ليګ ن په حکومت کې د هغه پرضد کمپاين چلول شوی د سرو زرو قاچاقبر او د وسلې کاروباري ورته ويل شوي دي. هغه د مسلم ليګ ن د مشرې د مريم نواز نوم اخستی چې هغې کمپاين پېل کړی او بيا حکومتي وزيرانو دغه کمپاين په وړاندې بوتللی دی.
مریم نواز يا مسلم ليګ ن د سلمان اقبال تورونو ته تراوسه کوم ځواب نه دی ویلی.
د ARY مشر زياته کړې د ارشد شريف د وژنې د پلټنو دپاره د مسلم لیګ ن د حکومت په کمېشن يقين نه شي کولی چې هغه به ازادې پلټنې وکړي. هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د لارې د پلټنو کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې هغه به ورسره په پلټنو کې مرسته کوي.