لاس رسیدونکی لینک

 
د نېټو تنظیم د جوړېدو ۷۵ کاله د پوره کېدو په مناسبت په واشنګټن ډي سي کې يې سر مشریزه غونډه کېږي
تازه خبر

د نېټو تنظیم د جوړېدو ۷۵ کاله د پوره کېدو په مناسبت په واشنګټن ډي سي کې يې سر مشریزه غونډه کېږي


سټالټنبرګ د هغه ګامونو ذکر وکړو چې نېټو به يې د یوکرېن د ملاتړ دپاره اخلي. په دې کې په جرمني کې خصوصي کمانډ قایمولو، یوکرېن سره مالي او پوځي امداد زیاتول او د سېکیورټي یا د امنیت دوه اړخيزې معاهدې شاملې دي
سټالټنبرګ د هغه ګامونو ذکر وکړو چې نېټو به يې د یوکرېن د ملاتړ دپاره اخلي. په دې کې په جرمني کې خصوصي کمانډ قایمولو، یوکرېن سره مالي او پوځي امداد زیاتول او د سېکیورټي یا د امنیت دوه اړخيزې معاهدې شاملې دي

د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد نارت اېټلانېټک ټريټي ارګنایزېشن، نېټو، د جوړېدو ۷۵ کاله د لمانځلو په لړ کې د تنظیم غونډه په واشنګټن کې کېدونکي ده او د روس خلاف جنګ کې يې د یوکرېن ملاتړ تکرار کړی دی.

د نېټو د سرمشرانو درې ورځنۍ غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې په سرښار واشنګټن ډي سي کې شروع کېږي.

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ د اتوار، یکشبنې، په ورځ د سرمشريزي په اړه خبریالانو ته وویل د پوځي اتحاد غړي امن غواړي او امن د دې نه بغېر نه شي قایمېدلی چې د روس صدر ولادېمېر پوټن په دې خبره پوهه شي چې هغه د جنګ په مېدان ګټه نه شي ترلاسه کولی.

سټالټنبرګ د هغه ګامونو ذکر وکړو چې نېټو به يې د یوکرېن د ملاتړ دپاره اخلي. په دې کې په جرمني کې خصوصي کمانډ قایمولو، یوکرېن سره مالي او پوځي امداد زیاتول او د سېکیورټي یا د امنیت دوه اړخيزې معاهدې شاملې دي.

سټالټنبرګ په دې خبره ټینګار وکړو چې دا اقدامات به په نېټو کې د یوکرېن د ممکنه شمولیت په لاره کې پېچیدګیانې لرې او د روس د جارحيت خلاف به د نېټو متحد محاذ څرګند کړي.

سټالټنبرګ زیاته کړه چې د واشنګټن په سر مشریزه کې به یوکرېن ته د نېټو رکنیت نه ورکول کېږي خو غونډه به د یوکرېن د غړیتوب دپاره پله برابر کړي.

سټالټنبرګ د روس د جنګ په اړه د هنګري په تشویش او د هنګري په ممکنه توګه د نېټو فېصلې د ودرولو په اړه هم خبرې وکړې. هغه هنګري ته د خپلې وروستۍ دورې یادونه وکړه او ويې وېل د هنري وزیراعظم وېکټر اوربن دا خبره یقیني کړې چې یوکرېن سره د مرستې د مجوزه ګامونو مخالفت به نه کوي.

سټالټنبرګ وویل هنګري به یوکرېن سره د امنیت په برخه کې د نېتو په مرسته کې برخه نه اخلي خو د نېټو نورې ذمه وارۍ به پوره کوي.

د نېټور سېکرېټري جنرل امید څرګند کړو په امریکا کې د اینده صدارتي انتخاب باوجود به هېواد د نېټو ملاتړ جاري ساتي. هغه وویل په تېرو وختونو کې په نېټو د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تنقید نېټو سره نه بلکې دفاعي اخراجاتو سره تړون لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG