لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د افغانانو نوی ژوند او نوي هلې ځلې 


ای پي وايي حسرت په هغو قریباً 78000 افغانان کې شامل دی چې افغانستان نه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو وورسته امریکې ته رارسېدلي‌ دي
ای پي وايي حسرت په هغو قریباً 78000 افغانان کې شامل دی چې افغانستان نه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو وورسته امریکې ته رارسېدلي‌ دي

د افغانستان سرښار کابل طالبانو نیولی و. د کابل په هوايي اډه د زرګونو په شمېره کې افغانان جمع شوي وو>

حسیب الله حسرت هم په دغو خلکو کې شامل و او د ژوند یوې اهم فېصلې سره مخامخ و.

حسرت د امریکايي پوځ سره په افغانستان کې د قراردادي په حېث کار کړی و.

د کابل هوايي اډې ته یې په څه نه څه طریقه ځان رسوولی و خو یوازې و، خپله مېرمن او دوه ماشومان یې بېرته پاتې وو.

د حسرت مشکل دا و چې که د کابله وځي نو کورنۍ یې پاتې کېږي او که نه ځي نو طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان نه د وتلو موقع به دلاسه ورکړي.

د "نوی ژوند، نوي هلې ځلې: افغانان د امریکې (ژوند) سره ځانونه سموي،" په عنوان خپل مضمون کې اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه یوازې د حسیب الله حسرت بلکې په امریکا کې د نویو افغانانو ورځو شپو ته کتنه کړې ده.

ای پي وايي حسرت په هغو قریباً 78000 افغانان کې شامل دی چې افغانستان نه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو وورسته امریکې ته رارسېدلي‌ دي.

عرفات صافی د خپلې مېرمن، څلورو ماشومانو او د خپلې مور ترڅنګ امریکې ته راغلی، دا مهال د ورجینیا په الېګزېنډریا ښار کې ژوند کوي. هغه د برطانیه د ماسټرز ډګري ترلاسه کړي او د ترجمانې نوکري یې هم موندلي ده. د هغه مېرمن مدینه د یو سپرمارکیټ په بېکرۍ کې کار کوي
عرفات صافی د خپلې مېرمن، څلورو ماشومانو او د خپلې مور ترڅنګ امریکې ته راغلی، دا مهال د ورجینیا په الېګزېنډریا ښار کې ژوند کوي. هغه د برطانیه د ماسټرز ډګري ترلاسه کړي او د ترجمانې نوکري یې هم موندلي ده. د هغه مېرمن مدینه د یو سپرمارکیټ په بېکرۍ کې کار کوي

حسرت د سرښار واشنګټن سره نژدې ژوند کوي، د نورو افغانانو ترڅنګ په یو کور کې اوسېږي او مېرمن او بچي یې لا په افغانستان کې دي.

هغه وايي کله چې په ټېلې فون د بچو سره خبرې کوي نو هغوی ترې پوښتنې کوي چې هغه به کله ورځي."زه نه پوهېږم جې څه ورته ووایم؟"

ای پي وايي امریکې ته د حسرت د رارسېدو قېصه د هغو ټولو افغانانو د سفر قېصه هم ده چې امریکې ته رارسېدلي دي خو اینده یې لا د غیریقینۍ او د تشویش سره مخامخ دی. او دغه قېصه لا سر ته نه ده رسېدلې.

ای پي وايي هغه افغانان چې د امریکايي ځواکونو او یا د افغانستان پخواني حکومت سره یې په افغانستان کې خدمات ترسره کړي دي او ویره یې لرله چې طالبان به یې د انتقام سره مخامخ کړي، وايي د امریکې شکریه ادا کوي چې د افغانستان نه را ووېستل.

حسب الله حسرت
حسب الله حسرت

که څه هم د واکمنېدو نه پس طالبانو د عامې معافۍ اعلان او د انتقام نه اخیستلو لوظونه کړي او ویلي يې دي چې افغانان دې وطن نه پرېږدي، د ملګرو ملتونو او د انساني حقونو تنظیمونو ویلي طالبانو د پخواني امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر غړي وژلي او مخالفین یې زورولي دي.

ای پي وايي امریکې ته رارسېدلي افغانان چې دا مهال په نوي وطن کې د استوکنې په عارضي ځایونو کې ژوند کوي او په نوي ژوند کې د سمېدلو په کوښښونو کې مصروف دي، د امریکې د حکومت او د امدادي ادارو مرستې ورسره په کمېدو دي.

رپورټ وايي دا افغانان چې د انساني همدردۍ په بنیاد ورکړی شویو د دوو کلونو په عارضي ویزو راغلي دي، دا هم کوښښونه کوي چې څنګه د پناه دپاره خواستونه وکړي.

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست په سېن ډیاګو ښار کې افغان مېرمن ګلسم اسماعیلزادی چې د ښار په مختلفو هوټلونو کې ژوند کوي وايي دا ورته نه معلومیږي چې مخکې په څه کېږي؟ "مونږ سره بېرته په افغانستان کې هېڅ نشته او دلته هم مونږ هېڅ مستقبل نه لروو."

اسماعیلزادی ای پي ته وايي د ژوند د غیر یقیني حالاتو له امله یې د مور د وینې فشار زیات شوی او هغه درې ځله په بیړني حالات کې روغتون ته منتقل کړی شوي ده.

د دې نه علاوه ژبه زدکول، کار روزګار موندل او د حکومت د طریقه کار نه ځانونه خبرول هم هغه مسلې دي چې په امریکا کې نوي اباد شوي افغانان ورسره مخامخ دي.

د واشنګټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په مېکلېن ښار کې ریفیوجي اوټ ریچ سېڼر مېګن فلورېس چې کډوالو سره په امریکا کې د ابادېدو په لړ کې مرسته کوي، وايي که ځینې افغانانو ځانونه په امریکا کې ځای په ځای کړي او اباد شوي دي نو ګڼ شمېر نور داسې دي چې سم نه دي اباد شوي.

د ای پي د رپورټ ترمخه د دوو کلونو وروسته به امریکې ته راغلي افغانان په هېواد د پاتې کېدو دپاره د پناه خواستونه کوي چې نه یوازې د ډیرو پېسو په لګښت به کېږي بلکې د اوږد وخت بهیر هم دی.

د امریکې د قامي سلامتیا اداره ډپارټمنټ اف هم لېڼد سکیورټي چې د کورنیو چارو وزارت هم بلل کېدلی شي، وايي امریکې ته د راغلیو 78000 افغانانو نیمايي نفر به بالاخر سپېشل امیګرېشن ویزه یا اېس اي وي ترلاسه کړی شي. دا ډول ویزې هغو کسانو او د هغوي کورنیو ته ورکول کېږي د امریکايي حکومت دپاره یې خدمات ترسره کړي وي.

ځینې قانون پوهان دا پوښتنه هم کوي چې ایا هغه افغانان به بېرته لیږل کېږي څوک چې اېس ای وي ویزې وانخیستل شي؟

ای پي وايي که څه هم دا مهال د نړۍ توجه اوکراین او نورو مسلو ته اوړېدلي ده، امریکې ته نوي راغلي افغانان خپل ژوندونه د وړاندې بوتللو په هلو ځلو کې مصروف دي چې پکې د افغانستان د پخواني حکومت د خارجه وزارت چارواکی عرفات صافی هم شامل دی.

کلسم اسماعیلزادی او د هغې خور ثریا اسماعیلزادی
کلسم اسماعیلزادی او د هغې خور ثریا اسماعیلزادی

صافی د خپلې مېرمن، څلورو ماشومانو او د خپلې مور ترڅنګ امریکې ته راغلی، دا مهال د ورجینیا په الېګزېنډریا ښار کې ژوند کوي. هغه د برطانیه د ماسټرز ډګري ترلاسه کړي او د ترجمانې نوکري یې هم موندلي ده. د هغه مېرمن مدینه د یو سپرمارکیټ په بېکرۍ کې کار کوي.

په الېګزېنډریا کې په افغان قالین ناست صافي ای پي ته په مرکه کې وايي شکرګزاره دی چې امریکې ته راغلی دی، نوي ملګري یې موندلي دي چې هره ورځ یې حال معلوموي خو زیاتوي کله نه کله افغانستان او د وطن خلک یې هم یادیږي.

او حسیب الله حسرت وايي په افغانستان کې خپلې کورنۍ یې د ذهن نه نه وځی، وايي کورنۍ ته خپل پوره حال ځکه نه وايي چې هغوي خفه نشي.


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG