پاکستان
د کرتارپور په راهدارۍ پرانستلو خوشاله یم خو د افغانستان او پاکستان ترمنځه ازغن تار هم لرې کول غواړي: اسفندیار ولي خان

د کرتارپور په راهدارۍ پرانستلو خوشاله یم خو د افغانستان او پاکستان ترمنځه ازغن تار هم لرې کول غواړي: اسفندیار ولي خان
د عوامي نیشنل گوند مشراسفندیارولي خان ويلي د پاکستان د حکومت په کرتارپور کې هندوستانیانو ته په لاره پرانستلو خوشاله دی خو خفه په دې دی چې بلې خواته باړونه (ازغن تارونه) لگيژي.
هغه د وي او ای ډیوه سره په یو ځانگړې مرکه کې اوویل دوي د کرتارپور د راهدارۍ مخالفت نه کوي بلکې ددې حمایت کوي، هغه اوویل:
"چې کله عوام د عوامو سره میلاویدل شروع شي دملک اصل پالیسي بیا د دقې نه جوړېږي"
که څه هم اسفندیار ولي خان د کرتارپور لاره پرانستل د دوه رقيب هیوادونو هندوستان او پاکستان ترمنځه په نوې تگ لاره جوړیدلو کې یو پرمختگ وبللو خو د پاکستان د افغانستان سره په پله د ازغن تار د لگولو غندنه یې هم وکړه:
"خو دا یوه غندنه کوو چې یو اړخ ته خو راهدارۍ جوړېږي او بل اړخ ته چې دې نو باړ لگي"
هغه غوښتنه اوکړه چې د افغانستان پله دې هم داسې ویړیا شي لکه د کرتارپور:
"مونږ دا وایو چې دا باړونه هم لر کړئ هم دقسې راهدارۍ دلته هم ورکړئ لکه څینگه چې مو هلته ورکړه"
هغه اوویل د افغانستان او پاکستان تر منځه چې دوي باړ لگولی دی دغه لرې کول غواړي ، چې څنگه راهداري د هندوستان او پاکستان تر منځه جوړه شوه هم داسې که یوه وي که دوه وي که درې وي د پاکستان او افغانستان تر منځه دې جوړه شي.
د پاکستان د پوځ دریځ دادی چې د پاکستان او افغانستان په پوله یې ازغن تار ځکه ولگوو چې د پولې پورې راپورې د تر هگرو د تگ راتگ مخه ونیسي.
د پاکستان د پوځ دغه دریځ چې ښاغلي خان ته وریاد کړی شو نو هغه اوویل پوځ ته د خپل خیال اختیار دی او دی د خپل خیال اختیار لري، هغه اوویل دې ازغن تار د ترهگرو مخه نه ده نیولې:
" د ترهگرۍ مخه کله اونیولې شوه—دا پرون نه هغه بله ورځ چې زمونږ د باجوړ د صدر په کور د میزایل حمله وشوه کنه"؟
پاکستان تېرورځ د نومبر په نهمه د سيکهـ مذهب منونکو دپاره د کرتار پور لاره پرانستې ده.
د کرتار پور پوله د پاکستان د پنجاب صوبې په ختيځ او د هند د پنجاب رياست د گورداسپور د شمالي لویديځ په ختيځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرته علاقه ده.
پاکستان وايي د خواخوږۍ په بنياد يې د سيکهـ مذهب منونکو دپاره دا لار پرانسته او د پاکستان حکومت ويلي د سيکهـ مذهب منونکي د خپل روحاني مشر گورونانک قبر له د کرتار پور په لار بې د ويزې راتگ کولی شي.
د عمران خان په ضد احتجاج
د ښاغلي اسفندیار ولي خان عوامي نیشنل گوند په پاکستان کې د عمران خان د حکومت په ضد د شروع شوي اذادي مارچ نومې تحریک ملاتړ کوي.
په دې حقله د یو تپوس په ځواب کې اسفندیار ولي خان اوویل چې د وزیراعظم نه د استعفا اخستلو په حقله به د ټولو گوندونو د متفقه قرارداد ملگرتیا کوي.
هغه اوویل عوامي نیشنل گوند تل ويلي دي چې اوسنی حکومت د اولس منتخب نه دی خو داسې کومه لاره نه خپلول غواړي چې جمهوریت ته زیان واړوي.
د اذادي مارچ تابیا او مشري کونکي گوند جمعیت علما اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان تور دی چې هغه د خپل رقيب عمران خان په ضد د تحریک په وخت مذهب د وسلې په توگه کاروي.
کله چې په دې حقله د ښاغلي خان نه تپوس وشو نو هغه اوویل، دوي د هر قسمه سخت دریځۍ مخالفت کوي او تل یې د خپل دې دریځ په وجه قربانۍ ورکړي دي خو د مولانا د"مذهبي کارډ" د استعمال په حقله د سکوټ ځواب په ځای ښاغلي خان اوویل ددې خبرې فیصله به د گوندونو په جوړه کړی شوې شریکه رهبر کمیټۍ کې کیږي.
د کرتارپور په راهدارۍ پرانستلو خوشاله یم خو د افغانستان او پاکستان ترمنځه ازغن تار هم لرې کول غواړي: اسفندیار ولي خان
See all News Updates of the Day
ماهرین: د زلزلې دومره نږدې اټکل نه شي کېدی

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د زلزلې وړاندوينې يا پېشنګويۍ په ځانګړي ډول له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه د چمن اوسېدونکي سخت په ويره کې اچولي دي.
د کوټې ډويژن کمېشنر خلکو ته د احتياط ویلي خو پوهان وايي تراوسه په دنیا کې داسې کومه ساينسي اله يا څيړنه نه ده شوې چې د زلزلې کره وړاندوينه وکړي.
د نيدرلېنډ يوې تحقيقاتي ادارې سولر سسټم جیوميټري سروی وړاندوينه کړې چې د پاکستان د بلوچستان صوبې د چمن ضلعې فالټ لاين کې جړقېدل راغلي ځکه په راتلونکو دوه ورځو کې دغلته داسې زلزله راتلی شي چې شدت يا زور به یې په ريکټر سکېل شپږ يا د هغې نه زیات وي.
د ياد خبر مخې ته راتلو وروسته پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو بحثونه پېل شوي دي.
حفاظتي اقدامات:
د کوټې ډويژن کمېشنر حمزه شفقات په اېکس [پخواني ټویټر] خلکو ته د احتیاط کولو ویلي دي.
هغه ويلي، د زلزلې د خبر په اړه د موسمياتو سرچينې د دغه رپوټ تاييد تراوسه نه دی شوی خو فرضي مشقونه روان دي ادارې د هر ډول حالاتو دپاره تيارې دي او حالات څارل کيږي.
نوموړي زياته کړې، خلک دې د سرکاري سرچينو، ټولنيزو رسنیو او ټي وي چېنلو څخه ځان خبروي، بيړنی کټ دې تيار ساتي، په کورونو کې دې خوندي پاتې شي، ارامه دې اوسي.
په خلکو کې ويره:
د چمن اوسېدونکی عبدالباری اڅکزی وايي، د زلزلې د خبر وروسته خلک سخت په ويره کې دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "مشران خبره کوي چې په چمن کې خواوشا سل کاله وړاندې زوروره زلزله شوې وه، اوس خلک سخت په ويره کې دي، څوک وايي د کوره بهر څملو، څوک وايي دننه څملو، خلک پرېشانه دي وايي، دوه درې ورځې به باندې څملو".
د زلزلې وړاندوينه:
د بلوچستان پوهنتون د [آرت اېنډ انوايرمنټل ساينس يا د ځمکې يا چاپېريال په حواله د زده کړو] څانګې پخوانی مشر ډاکټر دین محمد کاکړ وايي، تراوسه پورې په دنیا کې د زلزلې په حواله په ساينسي بنيادونو داسې کومه کره وړاندوینه نه ده شوې.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د لنډې مودې يا په ورځ دوه کې د زلزلې وړاندوينه نه شي کېدی البته د اووه اتو کالو په حواله ویل کېدی شي خو هغه هم د زلزلې د فالټ لاين يا فلېټونو د فعاليت په حواله کېدی شي".
نوموړي وویل، "د چمن زلزلې فالټ لاين فعاله دی خو دا د اوږدې مودې نه فعاله دی او د کابل نه تر خضدار پورې دغه فالټ لاين موجود دی زلزله څه وخت هم کېدی شي خو وړاندوينه یې نه شي کېدی".
زلزلې هر وخت راځي:
پاکستان کې د موسمياتو د محکمې يو پخوانی لوړ پوړی چارواکی رياض احمد هم د ډاکټر دين محمد تاييد کوي او وايي "په فالټ لاينونو کې زلزلې هر وخت روانې وي خو دا ويل چې په دومره شدت سره به زوروروه زلزله راځي تراوسه داسې نه دي شوي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "تراوسه پورې په جاپان کې چې زياتې زلزلې راغلي نه خو جاپان، نه امریکا او نه برتانیې کومه داسې وړاندوينه کړې چې زلزله به کيږي په دغه حواله تحقيق يا څيړنې روانې دي خو دا خبره تراوسه نه ده کره شوې".
ښاغلي رياض احمد وويل، "د چمن تاريخي فالټ شتون لري، خو د زلزلې په حواله نه شي ویل کېدی چې کله زلزله کيږي".
نوموړي زياته کړه، "که يو څوک د زلزلې وړاندوینه کوي هغه به پرله پسې د فالټونو څارنه کوي او تاريخي فالټونه شته، خو تراوسه پورې ريسرچ روان دی، او دا امکان هم لري چې څيړنې وشي او د زلزلې وړاندوینه وشي خو دا ډېر سخت او ګران کار دی".
پاکستان: سپټمبر کې د ترهګرۍ پېښې کمې خو مرګ ژوبلې زياتې شوي

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.
د رپوټ ترمخه سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.
پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس ویلي، د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.
په رپورټ کې ویل شوي، د بلوچستان په مستونګ کې شوې د ترهګرۍ غټې پېښې له امله د ستمبر په میاشت کې ځاني تاوان زیات شوی دی.
د پکس مشر عبدالله خان وايي، "خېبر پښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سیمې د تېرې اوږدې مودې څخه د ترهګرۍ نه متاثره دي، ګاونډي هیواد افغانستان کې يو اوږد جنګ هم د دې يوه وجه ده ، بله دا چې ریاست ته به هم په دغو سیمو کې داسې مثبت کارونه کول وي چې د ځاي خلکو د تندروۍ پحقله فکر مکمل بدل شي".
په رپوټ کې ويل شوي د اګست په مقابله کې د ستمبر په میاشت کې د ملکي خلکو په وژنو کې اضافه شوې ده خو د امنیتي ادارو اهلکارو مرګ ژوبله د اګست په مقابله کې کمه رپوټ شوې ده.
د رپوټ ترمخه يو ځل بیا خېبر پښتوخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوي دي.
خبریال محمود جان بابر وايي، "دا ترهګري به دلته نوره هم زیاتیږي ځکه چې څنګه د عامو انتخاباتو ورځې رانزدې کيږي نو سیاسي ګوندونه به خپلې جلسي جلوسونه کوي او په داسې کې به د ترهګرۍ ویره نور هم سېوا شي ځکه چې اوس دلته داعش عملیات سېوا کړي دي او دا تنظیم اکثر له داسې ګوندونه او خلک په نخښه کوي څوک چې د دوي په فکر تنقید کوي".
د پکس په رپوټ کې زياته کړی شوې، خېبر پښتونخوا صوبه کې د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 23 پېښې رپوټ شوې او 34 کسان پکې وژل شوي دي.
په بلوچستان کې د ترهګرۍ 20 پېښې شوې 77 کسان پکې وژل شوي او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ په 17 پېښو کې 19 کسان وژل شوي وو.
د رپوټ ترمخه په سيند صوبه کې د ترهګرۍ څلور پېښې شوې، او پنجاب صوبه کې د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ هيڅ ډول پېښه نه وه رپوټ شوې.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډيجيټل سرشمېرنې او نویو حلقه بنديو پرضد د احتجاجونو اعلان وکړ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي په ملک کې ډيجیټل سرشمېرنه سمه نه ده شوې، او اوسنۍ حلقه بنديانې هم سمې نه دي، دوی به یې پرضد احتجاجونه او قانوني لاره خپلوي.
د ګوند په خبره د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو ابادي کمه ښودل شوې او د پخوانۍ فاټا ابادي هم خواوشا 50 لکه ښودل شوې کومه چې د ياد ګوند په وينا په 1940 کې 26 لکه وه.
پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وينا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا مشر محمدعلي وویل، ګوند یې سرشمېرنه ردوي او پرضد به یې احتجاجونه کوي.
هغه زياته کړه، د فاټا [پخوانۍ قبايلي سيمو] په صوبه کې ورګډېدو خبرې کېدې چې ګټې به لري خو هغه ګټې ور نه کړل شوې بلکې د سيمې د قامي او صوبايۍ اسمبليانو څوکۍ کمې کړی شوي او د 25م اييني بدلون وروسته 26م اييني بدلون قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ نه پاس شوی د کوم لاندې چې له پخوانۍ فاټا څخه د قامي اسمبلۍ 12 څوکۍ بحالېدل وو، او د صوبايۍ اسبملۍ څوکۍ د 18 نه 25 ته سېوا کېدل وو خو هغه قانوني مسوده درول شوې ده.
نوموړي وويل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د 26م اييني بدلون د سېنېټ څخه منظورولو پرزوره غوښتنه کوي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، فاټا [پخوانۍ قبايلي] سيمه کې خو حالات يکسر مختلف دي د فاټا اوسني سيټونه شپږ نه دي پينځه نيم جوړيږي، مونږ وايو چې فاټا ته دې خپل زاړه 12 سيټونه ورکړي او نورې حلقې چې يوه ضلعه یې د بلې سره تړلې ده هغه دې سم کړی شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي ميرکلم وزیر وي او اې ډيوه ته وويل، دوی به د سرشمېرنو او حلقه بنديانو سمولو دپاره قانوني لاره خپلوي او احتجاج به کوي.
هغه وويل، مونږ وايو چې هره خبره که هغه سر ته ونه رسي په راروان وخت کې خو به ولس په خپلو مسايلو خبر کړو، زما په خيال به دا هم غټه کاميابي وي چې خلک په مسلو خبر کړو.
د پاکستان مشترکه مفاداتو کونسل يا شريکو ګټو شورا په پينځم اګست په ملک کې د اوومې ډيجيټل سرشمېرنې منظوري ورکړې وه چې ترمخه یې د ملک ابادي 24 کروړه، 14 لکه 99431 ښودل شوې وه، د 2017م په سرشمېرنه کې د ملک ابادي 20 کروړه، 76 لکه 84626 ويل شوې وه.
څو ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې سرشمېرنې په بنياد د انتخاباتو دپاره د حلقه بنديانو ابتدايي فهرست اعلان کړی، په نوو حلقه بنديانو کې د قامي اسبملۍ ټولې 266 څوکۍ جوړې شوي دي. په 2018م کې د قامي اسمبلۍ 272 څوکۍ وې.
د 2018م په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ 39 او پخوانۍ فاټا 12 څوکۍ وې چې په مجموعي ډول 51 جوړېدې.
د نوو حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د مومندو او شمالي وزيرستان کې يوه، يوه څوکۍ، او باجوړ، کورمې، خېبر او جنوبي وزيرستان څوکۍ د دوو، دوو نه يوې يوې ته راکمې کړی شوې دي.
د الېکشن کمېشن د ابتدايي حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د قبايلي ضلعو ورګډېدو وروسته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ د 99 نه 115 ته سېوا کړی شوي دي.
قبايلي ضلعو باجوړ ته څلور، مومندو ته دوه، خېبر ته درې، جنوبي او شمالي وزیرستان او کورمې ته دوه دوه څوکۍ او اورکزو ته یوه څوکۍ ورکړی شوې ده.
د شانګلې څوکۍ د دوو نه درې کړی شوي او چترال يوه څوکۍ سېوا کړی شوې او دوه شوي دي.
د پېښور 14 څوکو کې يوه او د هنګو په دوو کې هم يوه څوکۍ کمه کړی شوې ده.
په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد اووه ورځنی کمپېن پيل شو

په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، چې په ايالت کې په تېرو اته ويشت مياشتو کې د پوليومثبت کېس نه دی رپوټ شوی، او دا لاسته راوړنه د پوليو کارکوونکو يا فرنټ لاين ورکرز د هڅو نتيجه ده.
د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادرخان د ګل يا دوشنبې په ورځ په بلوچستان کې له يوې مياشتې ځنډ وروسته د ګوزڼ يا پوليو ضد کمپېن د پيلېدو پر وخت يوې خبري غونډې ته وويل:
"په اوسني د پوليوضد کمپېن کې به دوه اعشاريه څلور ميليونه ماشومانو ته چې عمرونه يې ترپينځو کلونو پوري وي، قطرې او ويټامین اې ورکول کېږي. په کمپېن کې يولس زره ګرځنده پوليوټيمونه برخه اخلي. له ټولو ميندو دا غوښتنه کوو، چې خپلو ماشومانو ته قطرې ورکړي او د پوليو ترڅنګ له نورو ناروغيو د خوندي ساتلو لپاره يې هم هرومرو ويکسين کړي."
په اوسنی کمپېن کې په کوټه کې شاوخوا اتلس سوه ګرځنده ټيمونه برخه اخلي چې ماشومانو ته به قطرې او ويټامین اې ورکوي. داچې ويټامین اې د ماشومانو لپاره څومره مهم دی، د کوټې د پوليو د نېشنل سټاپ افسر ډاکټر جان عنايت مندوخېل يې په اړه معلومات راکوي.
"د پوليوضد کمپېن د اکتوبرپه دوهمه پيل شوی چې تر شپږمې نېټې پوري به دوام ولري، او په ترڅ کې به يې په کوټه کې څلورلکه اتيا زره ماشومان ويکسين کېږي. د ماشومانو ايمونيټي يا دفاعي سيسټم زيات قوي نه وي، ځکه نو د ماشومانو لپاره ویټامین اې ډېر مهم دی. د هيواد په کچه په پوليو ضد کمپېنونو کې تر دوو کلونو پوري عمر لرونکي ماشومانو ته ویټامین اې ورکول کېږي.،،
په بلوچستان کې په پوليوکمپېنونو کې د ديني عالمانو ترڅنګ قبايلي مشران هم برخه اخلي، چې خلکو ته پوليوناروغۍ په اړه معلومات ورکړي او خلک د ويکسين لوري ته وهڅوي. د کوټې د پښتون باغ اوسېدونکي عبدالسلام اڅکزی هم په سيمه کې خلکو ته د ويکسين پر ارزښت معلومات ورکوي.
"زه له ټولو خلکو دا غوښتنه کوم، چې دوی دې د پوليو ټيمونو سره کومک وکړي او کور پر کور دې ورسره وګرځي، د ناروغۍ د ختمولو لپاره. دا زموږ د ټولو مسووليت دی. چې د ناروغۍ د علاج او مخنيوي لپاره له روغتيايي ټيمونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو. پوليو وايرس اوس په نړۍ کې ختم شوی خو دلته اوس هم شته، خو په کنټرول کې دی. موږ بايد له خپل وس سره سم له پوليو ټيمونو سره همکاري وکړو."
په بلوچستان کې په اوسني پوليوضد کمپېن کې د پوليس او ليويز عسکر هم د کارکوونکو د امنيت ساتلو په موخه برخه اخلي. د کمپين لپاره نهه سوه پينځه ويشت فکسډ سايټونه او پينځه سوه اووه څلوېشت ټرانزېټ مرکزونه جوړ شوي دي.
پاکستان کې په ملکي کچه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی

پاکستان کې نن د ګل، دوشنبې له ورځې یا د اکټوبر له دوهمې نېټې څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی، ويل شوي د څلورو کروړو او يو 41 لکه نه زياتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته به پکې د پوليو ضد څاڅکي او ویټامین اې قطرې ورکول کېږي.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ نن د پوليو کمپاين پرانسته کړې او ویلي يې دي حکومت یې د نړيوالو شریکانو سره په ګډه د پوليو د خاتمې دپاره مبارزه کوي او د دې ناکاره رنځ نه به خپل راتلونکی نسل بچ کوي.
هغه ويلي، دا د ټولو ديني، اخلاقي او قومي فرض دي او نوموړي په ټولو مکاتب فکر علماو غږ کړی چې په دغه لړ کې ورسره پوره برخه واخلي.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، په صوبه کې به د 74 لکه 78000 نه زياتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کيږي، او په دوو پړاونو کې به کمپاين ترسره کولی شي.
ویل شوی، لومړی پړاو به نن د دويم اکتوبر نه تر شپږم اکتوبر پورې وي، پېښور، کوهاټ، مردان، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
ويل شوي په دويم پړاو کې چې د نهم نه تر 13م اکتوبر پورې به وي، بنو او ډېره اسماعيل خان ډويژنو کې به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
دغه ډول په بلوچستان صوبه کې هم له نن څخه پېل شوي کمپاين کې 24 لکه او 44000 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو او ویټامین اې قطرو ورکولو ویل شوي دي.
د پوليو مخنيوي د پروګرام د چارواکو په وينا د کمپاين مهال په ټول ملک کې د پوليو ټيمونو د ساتنې دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي او د پوليو ټيمونو سره پوليس اهلکار په ځای کړی شوي دي.
پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو تازه مهم په داسې مهال پېل کړی شوی چې نزدې لس ورځې وړاندې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، د پېښور او پشين نه د خچنو يا ګنده اوبو څخه نمونې اخستل شوې او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه کړې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي وو.
ويل شوي وو ياد وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره يو شان دي.
د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې په 11م ځل د پوليو وايرس معلوم شوي او بلوچستان کې د اپرېل وروسته په لومړی ځل د پوليو وايرس معلوم شوي دي.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښې مخې ته راغلي او 24 مثبتې ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.
پاکستان کې له دې وړاندې د پېښور نه علاوه په لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.
Forum