لاس رسیدونکی لینک

 
اشرف غني دټولو امريکايي ځواکونود ويستو پرېکړې ته دبياکتنې وئيلي
تازه خبر

اشرف غني دټولو امريکايي ځواکونود ويستو پرېکړې ته دبياکتنې وئيلي


افغان صدر د امريکايي ځواکونو د ويستو پرېکړې ته د بياکتنې خبر د امريکې يو ټيلي ويژن چېنل (سي بي اېس ) سره په مرکه کې کړې ده .
افغان صدر د امريکايي ځواکونو د ويستو پرېکړې ته د بياکتنې خبر د امريکې يو ټيلي ويژن چېنل (سي بي اېس ) سره په مرکه کې کړې ده .

د افغانستان صدر اشرف غني احمدزي وئيلي چې د امريکې لخوا اعلان شوې پرېکړه چې دوه کاله وروستو به د افغانستان خپل ټول ځواکونه اوباسي ، دغې پرېکړې ته بيا د سر نه کتنه پکار ده .

افغان صدر دغه خبره د امريکې يو ټيلي ويژن چېنل (سي بي اېس ) سره په مرکه کې کړې ده .

د امريکې صدر باراک اوباما له وړاندې نه اعلان کړی ، چې د کال ۲۰۱۴م اخرې پورې افغانستان کې د امريکې جهگړه سرته رسېدلې ، خو په دغې هېواد کې به د افغانستان د ځواکونو د ترتبيب او هغويي ته د صلاح مشورې ورکولو دپاره د ۱۳۰۰ زره پورې امريکايي ځواکونه پاتې شي .

صدراوباما وئيلي ؤ ، چې د کال ۲۰۱۶م تر اخرې پورې به د افغانستان نه ټول امريکايي ځواکونه وويستی شي .

افغان صدر اشرف غني د امريکي د ځواکونو د ويستو پرېکړې ته د بيا کتنې خبره په داسې مهال کړې ، چې افغانستان کې د اتحادي ځواکونو د جگړئيزو چارو د سرته رسېدو سره د دغه هېواد په بېلابيلو سيمو کې د بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

اشرف غني ټي وي سره مرکه کې زياته کړې چې کله دواړه فريقه ، افغانستان او امريکې او نورو ملگرو هېوادونو په دغې اړه پوره هڅې کړي او په دغې مقصد ترلاسه کولو کې يې پرمختگ کړی ، نو د دغې پرېکړې بياکتنې امکان هم شته دی .

افغان صدر د دغې پوښتنې چې پرېکړې ته د بيا کتنې په اړه يي د امريکې صدر باراک اوباما سره خبرې شوي ؟ ځواب کې نوموړي وئيلي صدر اوباما ما پېژني او د دې خبرې کولو ضرورت نشته .

د راپورونو ترمخه د افغان صدر په مرکه ، او افغانستان څخه دوه کاله وروستو د امريکايي ځواکونو د ويستو پرېکړې ته د بيا کتنې په خبره د سپينې ماڼۍ او نورو امريکايي چارواکو لخوا کوم غبرگون مخې ته نه دی راغلی .

اشرف غني خپلو خبرو کې په تُندروه ډله داعش اندېښنه څرگند کړی او دغه ډله يي د افغانستان دپاره گواښ بللی دی .

ولې راپورونه وايي د اشرف غني د مرکې وروستو په افغانستانې کې د نېټو ځواکونو مشر جنرال کېمپبل دا امکان رد کړی چې گنې داعش ډله به افغانستان ته راشي ، نوموړي وئيلي افغان ملي ځواکونه توان لري چې دغې ډلې ته د راتگ او فعاليت اجازه ورنه کړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG