لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: نن شپه ملت ته وېنا لرم


اشرف غني
اشرف غني

د افغانستان صدر( ولسمشر) اشرف غني ویلي د شورو، چهار شنبې، په ورځ به په هېواد کې ورستيو حالاتو په اړه وېنا کوي.

په ټوېټر خپل پیغام کې هغه وویل "نن شپه د کابل په وخت نهه نیمې بجې په هېواد کې د وروستيو تحولاتو په اړه ملت ته وينا لرم."

د دې نه وړاندې د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت وویل چې غني او د هغه کورنۍ ته یې د انساني خواخوږۍ په بنیاد په هېواد کې هرکلی وېلی دی.

وزارت وویل اماراتو ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته د انساني خواخوږۍ په بنیاد هرکلی وېلی دی.

غني ویلي په هېواد کې د خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر د افغانستان نه وتلی دی.

په جدا بیان کې د يو ای ايي خارجه وزارت وویل په افغانستان کې حالاتو ته غور کتنه کوي او خواهش لري چې هلته زر امن او امان پرځای شي.

وزارت وویل امید دی چې افغان ډلې به امنیت، ثبات او پرمختګ ترلاسه کولو دپاره هر ممکن کوښښ وکړي او د افغان ولس ارزوګانې به پوره کړي.

متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عرب هغه درې هېوادونه وو چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې یې په افغانستان د طالبانو واکمني په رسمي ډول منلي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG