لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د عمران خان نه د صدارتي ټاکنو د امنيت په خونديتوب کې مرسته او همکاري غوښتې


د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان د وزيراعظم عمران خان څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلوونکو ټاکنو د امنیت په خوندیتوب کې يې مرسته او همکاري وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ ویلي اشرف غني د افغانستان د راتلوونکو ټاکنو کې د تاوتریخوالي په کمیدو کې له پاکستان څخه د مرستې غوښتنه له عمران خان سره په ټیلفوني خبرو کې کړې ده.

ولسمشرغني او د پاکستان وزيراعظم عمران خان ترمنځ ټیلیفوني خبرې چې پرون ماښام ترسره شوي "د دواړو مشرانو ترمنځ د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو په ګډون د افغان سولې په پروسې هم بحث شوی دی".

ارګ ويلي عمران خان په ټيليفوني خبرو کې اشرف غني سره "ژمنه وکړه چې هیواد به یې په ټول ظرفیت او امکاناتو په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کوښښ او همکاري وکړي".

د افغانستان د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د امنیت د خوندیت د همکارۍ لاس په داسې حال پاکستان ته نیول شوی چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د نا امنیو پېښې، جګړې او بریدونه زیات شوي دي.

ټاکل شوې چې د ستمبر په ۲۸ نیټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG