پاکستان کې نن د چهارشنبې په ورځ لسم محرم یا د عاشورې ورځ په کلکو امنیتي تدابیرو کې نمانځل کیږي اؤ د پښتونخوا په ګډون د هیواد ټولو مهمو اؤ سترو ښارونو کې په دې ورځ د ترهګرۍ د ممکنه پېښو د مخنیوي په غرض د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي دي.
د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد(ص) د نمسو سره د مینې ښکاره کولو په غرض په دې ورځ د هیواد له بیلابیلو برخو څخه ماتمي جلوسونه ویستل شوي اؤ د دغو جلسونو په مهال په ټولو سترو اؤ وړو ښارونو کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي.
نن په راجوړیدونکو محفلونو اؤ دستورو کې به دیني عالمان د حضرت امام حسین، دهغه د کورنۍ اؤ ملګرو په قربانیو اؤ د کربلا د پېښې په بیلابیلو اړخونو رڼا اچوي.
د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور نه د لسم محرم مرکزي جلوس سهار ۱۱ بجې د امام بارګاه سید علي رضوي څخه په کلکو امنیتي تدابیرو کې وتلی دی.
هم دا شان د پېښور د نورو خواو شا کلیوالو سیمو نه هم ماتمي جلوسونه د ورځې په ۱۲ بجې په داسې حال کې ویستل شوي چې د سر ښار ټول مرکزي بازارونه ، کاروباري مرکزونه اؤ سرکاري ادارې تړل شوي اؤ ځاي پځاي پولیس اؤ د ایف سي ځواکونه ولاړ دي.
د پښتونخوا د پولیسو د مرکز د معلوماتو له مخې پېښور کې ۱۴ زره پولیس عسکر ګمارل شوي اؤ د ښار دننه سیمې په بشپړ ډول تړل شوي دي.
پېښور ښار ته غځیدلو سړکونو باندې هم ځای پځای پولیسو ناکې لګولې دي اؤ سي سي ټي وي کیمرو له لارې د پېښور په خان رازق تاڼه کې د جوړ کړی شوي کنټرول روم څخه د ماتمي جلوسونو څارنه کیږي .
د ډيره اسماعیل خان څخه هم نن د عاشورې مرکزي جلسوسونه وتلي دي اؤ کوټلي امام حسین په لوري روان دي.
د ډان ورځپاڼې له مخې په ډیره اسماعیل خان کې ۸زرو نه زیات پولیس ځای پځای کړل شوي اؤ اکثره سیمې په خارداره تارونو اؤ کنټینرونو تړل شوي دي .
په ډيره اسماعیل خان کې د نهم اؤ لسم محرم په موقعه د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات هم تړل شوي دي.
د بلوچستان د سر ښار کوټې څخه هم د عاشورې مرکزي جلوس نن د مومن اباد د امام بارګاه څخه وتلی چې د لیاقت بازار اؤ پرنس روډ نه په تېرېدو نه علمدار روډ کې پاي ته رسیږي.
په کوټه کې تر ۱۰ زیات د پولیسو اؤ ایف سي عسکر ځای پځای کړل شوي دي اؤ د فضا څخه هم د عاشورې د ماتمي جلوسونو څارنه کیږي.
د سیند اؤ پنجاب صوبو له ټولو مهمو سترو اؤ وړو ښارونو څخه هم نن د عاشورې د ورځې جلسونه په سختي حفاظتي انتظاماتو کې ویستل شوي اؤ د جلوسونو په لارو کې پولیس، د ایف سي اؤ رینجرز ځواکونه ځای پځای کړل شوي دي.
پاکستان کې د عاشورې ورځ په کلکو حفاظتي تدابیرو کې نمانځل کیږي، موبایل اؤ انټر نیټ تړل شوي
پېښور (وي او ای) —
Forum