ټاکل شوې ده د پاکستان نوی منتخب صدر اصف علي زرداري نن د اتوار- یکشنبې په ورځ د راتلونکو پینځوؤ کالو لپاره د ملک د 14م صدر په توګه د خپل منصب لوړه کوي.
اصف زرداري د خالي په ورځ د پارلیمان د غړو د 411 رایو په ترلاسه کولو د پاکستان صدر غوره شوی اؤ دهغه مخالف صدارتي کاندید محممود خان اڅکزي په دغه انتخاب کې 181 رائ ترلاسه کړې وې.
اصف علي زرداري ته د حکومتي ایتلاف اؤ محمود خان اڅکزي ته د خپل ګوند پښتونخوا میپ اؤ سني اتحاد کونسل ملاتړ ترلاسه ؤ.د پاکستان د الیکشن کمیشن له مخې په صدارتي انتخاب کې د پارلیمان 1044 غړو خپلې رائ کارولي چې په هغې کې 1035 رائ سمې منل شوي دي.
دا د پاکستان په تاریخ کې وړومبی ځل دی چې یو سول تن پکې په دویم ځل د صدارت منصب ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې په کال 2008م کې ښاغلی آصف علي زرداري په وړومبي ځل د پینځوؤ کالو لپاره د پاکستان صدر منتخب شوی ؤ.
د زرداري مهم کارونه :
هغه د خپل صدارت په وړومبۍ دوره کې ځېنې داسې فېصلې اؤ اقدامات کړي وؤ چې تر ننه ستایل کیږي .
په 8م اپریل کال 2010 م کې هغه د 18م اییني بدلون له منظورېدو وروسته خپل ټول اختیارات پارلیمان ته منتقل کړي وؤ .
ددې تر څنګ هغه ته د "سرحد " صوبې د نوم په خېبر پښتونخوا د بدلولو ویاړ هم ورکول کیږي اؤ په نومبر 2009م کې یې ګلګت بلتستان ته د خپلواکۍ ورکول ګام هم ستایل کیږي.
آصف زداري څوک دی ؟
آصف علي زرداري په کال 1955م کې د پاکستان د یو وتلي سیندي سیاستمدار اؤ جاییداد من شخص حاکم علي زرداري په کور کې سترګې غړولي دي.
حاکم علي زرداري د پاکستان د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د نزدې ملګرو څخه ؤ اؤ وروسته بیا په نیشنل عوامي ګوند کې شامل شوی ؤ.
د زرداري زده کړې :
آصف علي زرداري خپلې وړومبۍ زده کړې د سنیټ پيټرکس اسکول کراچۍ نه کړي،بیا په کال 1974کې د دادو د کیډټ کالج پټارو نه منځنۍ زده کړې وکړې خو په انټرنیټ د هغه دخپور ژوند لیک له مخې نوموړي وروسته په لاند اسکول اف اکنامکس اینډ بزنس نومې یوه اداره کې داخله اخستې وه خو هغه کله هم دا پخلی نه دی کړی چې ګنې ګریجویشن یې کړی دی.
په وړوکوالي فلمونو کې کار :
په وړوکوالي هغه په کال 1968کې د اردو ژبې په یو فلم ’منزل دور نہیں‘ کې هم د ماشوم اداکار په توګه کار کړی ؤ خو دغه فلم یې فلاپ شوی ؤ اؤ بیا یې په بل فلم کې کار ونه کړو.
سیاست کې یې په عملي ډول برخه په کال 1985 کې اخستې وه اؤ په دغه کال هغه په غیر ګوندي بنیادونو ترسره شوؤ انتخاباتو کې د سیند اسمبلۍ ته د کاندید په توګه خپل کاغذونه جمع کړي وؤ خو بیا یې بېرته اخستي وؤ.
په کال 1987م کې د ښاغلي زرداري واده د پاکستان د ذوالفقار علي بوټو د لور اؤ پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو سره شوی ؤ.د بې نظیر بوټو نه د هغه د درې اولادونه زوي بلاول بوټو زرداري اؤ دوه لوڼه آصفه اؤ بختاور زیږیدلي دي.
Forum