لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"اسیه مسيح لا وس هم د پاکستان په جیل کې ده" نورالحق قادري


د مذهبي چارو او مذهبونو تر منځ د ښه اړیکو ساتلو وفاقي وزير نورالحق قادري تصديق کړی دی چې د مذهب د سپکاوي د تور نه بري کړی شوې اسیه بي بي لا وس هم په جیل کې بندي ده.

ښاغلي قادري وي او ای ډیوه ته په یوه ځانگړیښې مرکه کې وویل:

" هغې ته چې کومه رهاي میلاو شوې ده هغه لا عملي شوې نه ده. په هغې کې پټيشن فایل(اپيل) شوی دی په یو څو ورځو کې به پکې تاريخ ورکړي"

هغه وویل د اسیه بي بي د رهاي په ضد یو درخواست شوی دی چې کېدې شي په یو څو ورځو کې داوریدنې لپاره منظور شي.

ځيني پاکستاني مطبوعاتو او ټولنيزو رسنیو کې داسې خبرونه راغلي وو چې اسیه بي بي د هېواده بهر تلې ده.

ښاغلي قادري وویل چې دهغه د معلو ماتو تر مخه اسیه د جمعې د ماښام(دویم نومبر) پورې په جیل کې وه او پرون (دریم نومبر) او نن (څلورم نومبر) رخصتي وه.

د ښاغلي قادري په خیال اسیه بي بي تر اوسه په جیل کې ځکه ده چې:

" کوم د جیل نه د خلاصولو قانون دی هغه چې کوم پراسییس (عمل ) وي د جیل نه د رهاي (خوشي کیدلو) هغه پراسیس په هغې کې لا پاتې وه"

هغه وویل د اسیه بي بي د رهايي په ضد چې څوک اپيل کوي په هغې کې به حکومت خنډ نه اچوي:

"حکومت به پکې روکاوټ نه جوړیږي، دا د هغويي ايني حق دی"

ښاغلي قادري د یو تپوس په ځواب کې وویل چې د لبیک تحریک غړو د حکومت سره د مزاکراتو په وخت دا غوښتنه هم کړې وه چې د اسیه بي بي نوم دې په اي سي ایل یعني د هېواده د بهر نه وتونکو په فهرست کې واچول شي:

"اي سي ایل کې ډیمانډ وو خو مونږ ورته ووې چې سپريم کورټ به داخله وزازت ته وايي"

د ښاغلي قادري په خیال د اي سي ایل کې نوم شاملولو فیصله به د داخله چارو وزارت د سپريم کورټ په وینا کوي.

د ښاغلي نورالحق قادري مرکه په لانديني لینک اورېدی شئ چې ‏رحمان بونيري ورسره کړې ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG