لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي افریقې په یوه کان کې لږ تر لږه 100 غیر قانوني کارکوونکي مړه شوي دي

د ماینېنګ اېفېکټېډ کمیونیټیز یونایټېډ ان اېکشن ګروپ ویاند سیبلو منګاني د ګل په ورځ اې پي خبري ادارې ته وویل د جمعې په ورځ د یو شمېر ژغورل شوو کان کارکوونکو سره په یوه موبایل فون کې دوه ویډیوګانې موجودې دي چې پکې په لسګونو مړي په پلاسټېک کې پوښل ښودل شوي دي.

په کانونو کې د کارکوونکو لپاره کارکوونکي یوه تنظيم یا ګروپ د ګل په ورځ ویلي چې په سویلي افریقې کې د سرو زرو په یوه بند شوي کان کې په غیر قانوني توګه کارکوونکي لږترلږه 100 کسان د میاشتو لپاره د ځمکې لاندې ژور بند پاتې کېدو وروسته مړه شوي دي. دغه تنظیم ویلي چې پولیسو د دغه کارکوونکو د ایستلو هڅې کولې.

د ماینېنګ اېفېکټېډ کمیونیټیز یونایټېډ ان اېکشن ګروپ ویاند سیبلو منګاني د ګل په ورځ اې پي خبري ادارې ته وویل د جمعې په ورځ د یو شمېر ژغورل شوو کان کارکوونکو سره په یوه موبایل فون کې دوه ویډیوګانې موجودې دي چې پکې په لسګونو مړي په پلاسټېک کې پوښل ښودل شوي دي.

منګاني وویل چې په شمالي غربي صوبې په یوه کان کې "لږترلږه" 100 کسان مړه شوي وو، چېرته چې پولیسو په لومړي ځل د نومبر په میاشت کې د دغه کان کوونکو د را ایستلو لپاره عملیات پیل کړل. منګاني وویل چې ممکن ده دغه کارکوونکو مرګ د لوږې یا د اوبو د کمۍ له امله شوې وي. هغه وویل چې د جمعې ورځې راهیسې د 18 تنو مړي را ایستل شوي دي.

د پولیسو ویاند بریګیډیر سېباټا موکګ وابون وویل چې دوی د ګل ، دوشنبې په ورځ نوي عملیات پیلولو وروسته لاهم دا معلومات تائیدوي چې څومره مړي موندل شوي او څومره کسان ژوندي را ایستل شوي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG