فلسطیني چارواکو ویلي په غزه کې د اسرایل په بریدونو کې لږ تر لږه 14 کسان وژل شوي دي. بلخوا د جنوبي بیروت په مضافاتي سیموکې د اسرایل لخوا خلکو ته د سیمې نه د وتلو د امر لږ شيبه وروسته دغلته د وادنیو نه لوګي پورته کیدل.
په داسې حال کې چې جګړه دوام لري نړیوالو مرستندویه ادارو په یو رپورټ کې ویلي چې اسرایل غزه پټۍ ته د نور امداد د لېږلو اجازت ورکولو د امریکا لخوا ټاکل شوی د نهې-سه شنبې ټاکلی وخت نه دی پوره کړی.
خو د اسرایل پوځ ویلي د غزې شمالي سیمې ته یې د خوراکي توکیو او اوبو سلګونه کڅوړې راوړلې دي چرته چې اسرایل په خپل عملیاتو توجو کوي.
تیره میاشت بایډن انتظامیه اسرایل ته ویلی وو چې غزه ته د خوراک او نورو مرستو کې پريښودلو کې اضافه وکړي ګني د پوځي امداد د کمولو خطر سره به مخ شي.
د نهې- سه شنبې په ورځ د اتو نړیوالو مرستندویه تنظیمونو یو ګروپ وویل چې د امریکا د غوښتنو د منلو دپاره د 19 اقداماتو کې اسرایل په 15 کې ناکام شوی او یوازې په جزوي توګه څلور یې پوره کړي.
په دغه سرمشریزه کې په غزه کې د اسرایل جرمونو هم وغندل شول. د سرمشریزې په اختتام کې خپور شوي بیان کې په مقبوضه غربي غاړه او مشرقي یروشلم ته په اشارې سره ویل شوي "په سیمه کې د منصفانه او جامع امن په ټولو عرب سیمو باندې د اسرایل قبضه د 1967کال د جون تر 4 نیټې حال ته بوتلو بغیر نه شي ترلاسه کیدی. "
په بیان کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید یو خودمختار فلسطیني ریاست په حقیقت کې د جوړولو دپاره "د نړیوالې مشرۍ لاندې د ځانګړو ګامونو او وخت سره یو پلان پیل کړي".
خو د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نېتن یاهو حکومت د فلسطیني ریاست مخالفت کوي، او د اسرایل نوي بهرنیو چارو وزیر ګیدون سار دا امکان غیر حقیقي ګرځولی او مسترد کړی یې دی.
په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې تیر کال (2023 ) د اکټوبر په اوومه د اسرایل په جنوبي سیمو حمله وکړه او شاوخوا 1,200 کسان یې ووژل، چې ډېر پکې ملکي وګړي وو او شاوخوا 250 یې نور یې یرغمل یووړل. شاوخوا 100 تنه یرغمل اوس هم په غزه کې دي.
د اسرایل په انتقامي کاروایۍ کې، د حماس د صحت چارواکو په قول، تر اوسه څه باندې 43000 ډیر فلسطینیان وژل شوي چې تر نیمایی زیات یې ښځې او ماشومان دی. اسرائیل دعوه لري چې په دې کې په زرهاوو کسان د حماس ډلې جنګیالي شامل دي.
امریکا حماس او حزب الله دواړه ډلې ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.
Forum