لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انساني حقونو تنظیم: تېر کال د ایران په احتجاجونو کې د ۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي


د انساني حقونو تنظیمونو د مظاهرو د خاموشه کولو دپاره د ایران د امنيتي ځواکونو په اقداماتو تنقید کولو
د انساني حقونو تنظیمونو د مظاهرو د خاموشه کولو دپاره د ایران د امنيتي ځواکونو په اقداماتو تنقید کولو

په ایران کې تېر کال د احتجاجونو په ضد د ایراني امنیتي ځواکونو په اقداماتو کې ۵۳۷ کسان وژل شوي دي. دا خبره د انساني حقونو یو تنظیم کړې ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، په ناروی کې مېشته ایران هیومن رایټس، ايي اېچ ار، نومې تنظیم د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې په د احتجاجونو په سر څلور کسان پانسي یا تېزندي کړی شوي هم دي.

ای اېف پي وايي د انساني حقونو تنظیم د دې نه وړاندې د احتجاجونو په مهال د وژل شویو کسانو شمېره کمه ښودلې وه.

ای اېف پي په خپل رپورټ کې نه دي ویلي چې د ایران حکومت د ايي اېچ ار رپورټ ته څه دریځ لري.

ايي اېچ ار وویل د احتجاجونو راهسې په ایران کې د ۳۰۰ نه زیات کسان په نورو جرمونو کې هم تېزندي کړی شوي دي چې د تنظيم په قول مقصد يې ټولنه ویره وو.

په ایران کې احتجاجونه تېر کال د کرد مېرمن مهسا امیني د مرګ وروسته راوپارېدل. امیني د ایران د پولیس په ولکه کې مړه شوې ده. پولیس هغه په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په مناسب ډول نه اغوستی.

د امیني مرګ په ټول ایران کې د حکومت، مذهبي مشرانو او د حجاب اغوستلو په ضد احتجاجونه راوپارول.

د انساني حقونو تنظیمونو د مظاهرو د خاموشه کولو دپاره د ایران د امنيتي ځواکونو په اقداماتو تنقید کولو.

د ایران حکومت به د امریکې په شمول په مغربي ملکونو الزام لګولو چې په ایران کې احتجاجونو ته لمن وهي.

ايي اېچ ار وړاندې ویلي وو چې د احتجاجونو په ضد د امنیتي ځواکونو په اقداماتو کې ۴۸۸ کسان وژل شوي دي خو ادارې وویل د وژل شویو کسانو ورستۍ تصدیق شوي شمېره ۵۳۷ ده.

ادارې په خپل رپورټ کې وویل چې د سېټمبر په میاشت کې ۲۲۳ کسان، د اکتوبر په میاشت کې ۱۰۰ او د نومبر په میاشت کې ۱۷۳ کسان ووژل شوو.

سیستان بلوچستان یوازۍ صوبه وه چې تر ټولو زیات، ۱۳۴، کسان په کې وژل شوي وو. په کردستان صوبه کې ۵۷ او په مغربي ازربایجان صوبه کې ۵۶ کسان وژل شوي وو.

د ایران په سرښار تهران کې ۶۹ کسان وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG