لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې په تېرو 72 ساعتونو کې د چاودنو په پېښو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي

په کوټه کې په تيرو درېو ورځو کې په پوليس، اېف سي، تاڼه، پوليس په موبايل د پاکستان د بېرغونو خرڅولو په ځایونو باندې د 12 نه زيات لاسي بم بريدونه شوي دي.
په کوټه کې په تيرو درېو ورځو کې په پوليس، اېف سي، تاڼه، پوليس په موبايل د پاکستان د بېرغونو خرڅولو په ځایونو باندې د 12 نه زيات لاسي بم بريدونه شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په تېرو 72 ګنټو کې د لاسي بمي بريدونو او چاودنو په مختلفو پېښو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او د شپږو امنيتي عسکرو په ګډون په کې لږ تر لږه 28 کسان ژوبل شوي دي. زیاتره پېښې د صوبې په مرکزي ښار کوټه کې شوي دي.

په کوټه کې په تيرو درېو ورځو کې په پوليس، اېف سي، تاڼه، پوليس په موبايل د پاکستان د بېرغونو خرڅولو په ځایونو باندې د 12 نه زيات لاسي بم بريدونه شوي دي.

د دې ترڅنګ اواران او نورو سيمو کې هم د ناامنۍ او نښتو خبرونه مخې ته راغلي دي

په کوټه کې د لاسي بم بريد وروستۍ پېښه تېره شپه په داسې وخت کې شوې چې د 14م اګست د پاکستان د ازادۍ ورځ نمانځل کېده.

ای پي خبري ادارې ويلي، په کوټه کې د شپې په وخت د يو هوټل مخې ته د لاسي بم په حمله کې يو تن وژل شوی او لس نور ژوبل شوي دي.

د خبر ترمخه، بېلتون خوښې ډلې بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې د درېو وروستيو بريدونو بريدونو زمه واري منلې ده. پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د اې پي ترمخه، بي اېل اې خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د پاکستان د ازادۍ ورځ دی نه نمانځي.
پرون د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر مير ضيا لانګو په اېکس (پخواني ټويټر) د وزيراعلا سرفراز بګټي يوه ويډيو خپره کړې چې پکې نوموړی د ازادۍ د ورځې يوې دستورې ته وينا کوي.

سرفراز بګټي وايي، "بلوڅ ځوانانو د غره نه لاندې راکوز شئ، مونږ به تاسو له غاړه درکړو، مونږ د پرامنه بلوچستان د پاليسۍ سره تاسو ته غاړې درکولو ته تیار ناست يُو، مونږ تاسو او ستاسو بچو له د تعليم او صحت سره ښه راتلونکی درکوو، د خدای په خاطر دا ټوپک پرېږدئ، تاسو واپس راشئ، زه تاسو ته دعوت درکوم، رياست، حکومت او د پاکستان پوځ تاسو ته دعوت درکوي او تاسو ته د مذاکراتو خواست کوو".

خو بګټي زياته کړې، "داسې نه شي کېدی، چې زمونږ صبر زمونږ کمزوري وګڼل شي، دا نه شي کېدی چې د بې خلکو وژنې وکړل شي، ماته د پاکستان ايين دا حق راکوي، چې رياست به د مظلوم سره ودريږي د ظالم سره به نه ودريږي".

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيالانګو په صوبه کې د امن او امان د صورتحال په اړه خبرو دپار وي او ای ډيوه ته وخت ورکړی و خو بیا ورسره رابطه نه کېدله.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG