لاس رسیدونکی لینک

 
خبري ادارې: د کابل په ځانمرګي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي
تازه خبر

خبري ادارې: د کابل په ځانمرګي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي


قانع وویل چاودنه د کابل په دارالمان کې شوې چې د ښار جنوب مغربي برخه ده.
قانع وویل چاودنه د کابل په دارالمان کې شوې چې د ښار جنوب مغربي برخه ده.

د افغانستان سرښار کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ ځانمرګي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شوو او ۱۳ نور زخمیان شول.

د کابل پولیس ترجمان خالد ځدران وویل په چاودنه کې د یوې ښځې په شمول شپږ کسان ووژل شوو او ۱۳ نور زخمیان شول.

ځدران په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پوسټ کې وویل "نن مازدیګر د کابل ښار ۶ حوزې اړوند قلعهٔ بختیار سیمه کې یو کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړی چې متأسفانه د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي. زخمیان پر وخت روغتونونو ته لیږدول شوي او د پېښې په اړه څیړنې روانې دي."

د دې نه مخکې د طالبانو د داخله چارو وزارت ترجمان عبدالمتین قانع د ټېلې فون دلارې روېټرز خبري ادارې ته د چاودنې تصدیق کړی و خو دا يې نه ویلي چې دا ځانمرګي حمله وه.

قانع وویل چاودنه د کابل په دارالمان کې شوې چې د ښار جنوب مغربي برخه ده.

په کابل کې وروستۍ چاودنه په سمدسټي ډول چا نه ده منلې.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې داعش وسله والې ډلې په کابل کې د ځینو خونړیو حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG