د سمېټ فار ډېماکرسي یا د جمهوریت په موضوع د سر مشریزې غونډې په موقع د امریکې صدر جوبایډن په نړیواله کچه جمهوریت د ترقۍ دپاره د ۶۹۰ مېلین ډالرو مالې مرستې اعلان کړی دی.
صدر بایډن جمهوریت د پرمختګ دپاره د مالي وسایلو اعلان د سمېټ فار ډېماکرسي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غونډې د دویمې ورځې په نشست کې وکړو.
غونډې ته د متحده قومونو جنرل سېکرېټري اېنټونیو هم تقریر وکړو او ويې وېل په نړیواله کچه په جهموري اقدارو، د قانون په عملداری او په انساني حقونو حملې کېږي.
ګوټېرېس وویل په شهري ازادیو دېوالونه راتنګېږي، اییني حقونه او شهري ازادۍ کمېږي او د رای د اظهار ازادي روانه ده غورځېږي.
ګوټېرېس د نړۍ په ملکونو غږ وکړو چې د خپلو ولسونو اعتماد دې بحال او عدم مساوات دې ختم کړي.
صدر بایډن د جمهوریت د ترقۍ شمېر پروګرامونو دپاره د امریکې د نوي مالي مرستې اعلان وکړو او ويې وېل اراده لري چې په اینده دوو کلونو کې به د صدارتي اقدام دپاره ۶۹۰ مېلین ډالر زياتې کړي.
بایډن وویل ځما انتظامیه دا اراده هم لري چې په دریو کلونو کې د کانګرس سره په همکارۍ په ټوله دنیا کې جمهوریت د ترقۍ کوښښونو ته نهه اشاریه پېنځه بېلین ډالر ورکړوو.
بایډن وویل جمهوري حکومت دارۍ ته ترقي ورکونکي ټېکنالوجۍ ته به خصوصي توجه کولی شي.
امریکايي صدر وویل دا هفته يې یوه صدراتي حکمنامه لاس لیک کړې ده چې ترمخه به يې د امریکې حکومت په انټرنېټ د جاسوسي تجارتي نظام نه استعمالوي.
هغه وویل د انټرنېټ د جاسوسي تجارتي نظام به د امریکې په شمول په ټولنه دنیا کې د حکومت د مخالفینو، فعالانو او د خبریالانو په هدف کولو دپاره په غلطه ډول استعمالېدو.
د سمېټ فار ډېماکرسي غونډه کې د اوکراین صدر ولادمېر زېلېنسکي هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ شرکت وکړوه.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اوکراین د دفاع وزات داسې وډیوز جاري کړل چې ښښي اوکرایني عسکر د جرمني ورکړي شوي بکتر بند موټرې په ازمایشي ډول چلوي.
د سمېټ فار ډېموکرسي غونډه کې په انلاین بڼه د شرکت په مّهال زېلېنسکي دا خبره د واضحه کولو کوښښ وکړو چې د روس د یرغل خلاف د اوکراین ملاتړ ولې اهمیت لري.
زېلېنسکي وویل روس د ډېر وخت راهسې د نړۍ خلاف په جنګ دی، د دنیا د جمهوریتونو سره په جنګ دی. هغه زیاته کړه چې روس د غلطو معلوماتو د لارې، په انتخاباتو کې د مداخلت ، جاسوسي، کرپشن او د سایبر جرمونو د برامداتو دلارې جنګېږي.
زېلېنسکي غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې نوره وسله ورکړی شي.
په عین حال کې په ماسکو کې د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف د خپل ایراني هم منصب حسین عبداللهیان سره مصالحت دپاره د ایران په کوښښونو خبرې وکړې.
حسین عبداللهیان مونږ په اوکراین بحث وکړو. مونږ د هر هغه ګام ملاتړ کوو چې جنګ ختم کړي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اوکراین د ژاپوريژیا اېټمي بجلي ګر د دورې په مهال د متحده قومونو د اېټمي توانای ادارې انټرنېشنل اېټامک اېنرجي اېجنسۍ مشر رفایل مريیانو ګراسي په کییف او ماسکو غږ وکړو چې د سولي خبرې ګړندۍ کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې وېرونېکا بلدېرس اېګلی سي یس د ټېلې وژن رپورټ نه اخیستل شوي دي