لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي اېم د مخکښ علي وزیر ضمانت منظور کړو


د على وزير وکيل سميع الله وزير وي او ای ډيوه ته وويل د على وزير سره سره د پى ټى اېم څلورو نورو فعالانو کامران خان، محمد نور زاده ، اولس يار او سيد بادشاه ضمانتونه هم منظور شوو او نن به د بنديخانې څخه خوشي کړې شي که چيرې استغاثې په نورو جورمونو کي تورن نه کړل
د على وزير وکيل سميع الله وزير وي او ای ډيوه ته وويل د على وزير سره سره د پى ټى اېم څلورو نورو فعالانو کامران خان، محمد نور زاده ، اولس يار او سيد بادشاه ضمانتونه هم منظور شوو او نن به د بنديخانې څخه خوشي کړې شي که چيرې استغاثې په نورو جورمونو کي تورن نه کړل

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ګل، دوشنبې په ورځ د قامى اسمبلۍ پخواني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ على وزير ته د باره کهو تاڼې په مقدمه کي هم ضمانت ورکړو او هيله ده چې که په بله څه مقدمه کې و نه نیول شو نو نن به د اډيالې زندان څخه خوشی شي.

د على وزير وکيل سميع الله وزير وي او ای ډيوه ته وويل د على وزير سره سره د پى ټى اېم څلورو نورو فعالانو کامران خان، محمد نور زاده ، اولس يار او سيد بادشاه ضمانتونه هم منظور شوو او نن به د بنديخانې څخه خوشي کړې شي که چيرې استغاثې په نورو جورمونو کي تورن نه کړل.

على وزير، د بشرى حقونو فعاله او وکيله ايمان مزارى او د پى ټى اېم يو شمير نور فعالان د اګست په 20 مه په اسلام اباد کي د پشتون ژغورنې غورځنګ له يوې غونډې دوه ورځې وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې د بغاوت، ترهګرۍ او د ترنول پوليس لخوا د اړي ګړي او کار سرکار کي د لاس وهنې او بغير د اجازې جلسه کولو په مقدمو کي نيولي وو.

د بشري حفونو فعالې ايمان مزارى ته د سپټمبر په 2 مه د ترهګرۍ په يوه مقدمه کي د نيول کېدو وروسته ضمانت ورکړی شو.

په ټولنيزو رسنيو خپريدونکي ويډيو ښيي چې د پي ټي اېم جلسې ته تقریر کوونکى د خلکو په زور د لادرکه کيدو د پيښو په لړ کې په پوځ او استخباراتى ادارو نيوکې کوي. د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي د خلکو په بې درکه کېدو د امنیتي ادارو د ککړتیا خبره ردوي.

د اګست په 28 مه عدالت د بغاوت په قضيه کى على وزير ته ضمانت ورکړې و خو د اسلام اباد پوليسد ترهګرۍ په يوه بله مقدمه کي دوباره نيولی و او په دي کى د ضمانت وروسته د باره کهو پوليس لخوا په يو بله مقدمه کي د تير خالى په ورځ بيا هم د بنديخانې څخه ګرفتاره کړې شوی و.

څيړونکي او د مدني ټولنې فعالان وايي د پي ټي اېم غوښتنې د پاکستان دايين او قانون په دا ایره کي دى خو رياست د جبر لار خپله کړې ده او د تنظیم فعالان په بيلا بيلو طريقو زوروي.

د وى او اې ډيوه سره خبرو کي څيړونکي او مدني فعال ډاکټر سيد عالم محسود وویل " د على وزير ضمانت ښه خبره ده خو کيدای شى بيا يې په څه بله مقدمه کي اونيسي٠ د اسلام اباد جلسې وروسته چې رياست کوم د پي ټي ايم فعالانو نيول پيل کړي دى نو دا د جبر انتها ده."

ډاکټر سید عالم محسود وویل "عاى وزير ولې دوى په نښه کړې دې، على وزير يو مظلوم انسان دې، د ده د کورانۍ د درځن نه زيان خلک شهيدان شوي، پى ټى ايم په پښتنه سيمه کي امن او پخپلو وسيلو اختيار غواړى، دوى جنګ نه غواړى، او هم دغه اوازونه رياست نه خواښوي خو زمونږ مبارزه به د دي جبر خلاف جارى وى."

د پاکستان د بشرى حقونو خپلواکه کميشن ، سپريم کورټ بار ايسوسى ايشن، دخبر يالانو تنظيمونو او د مدنى ټولنې فعالانو د ايمان مزارى نيول په سختو ټکو غندلي و او د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه خو د على وزير په اړه یې څه نه وو ویلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG