لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په سیستان بلوچستان کې د پولیسو پر کاروان برید کې 10 پولیس وژل شوي

عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د پاکستان له بلوچستان سره پر پوله پرته د ایران په جنوبي صوبه سیستان بلوچستان کې د شنبې- خالي په ورځ د ایراني سرحدي پولیسو پر یوه کاروان وسلوال برید شوی چې پکې لږ تر لږه 10 تنه افسران وژل شوي دي.

دا پېښه د ایران له سر ښار تهرانه جنوب ختیځ لور ته د شاوخوا 1,200 کیلومیټره (745 میله) په فاصله په «ګوهر کوه» سیمه کې شوې ده خو په اړه یې سرکاري معلومات لا ډېر مخې ته نه دي راغلي.

په ابتدایي رپوټونو کې له تفصیلي معلوماتو پرته تش دومره ویل شوي وو چې "ورانکارو" برید کړی دی، خو بیا وروسته د ایران سرکاري رسنیو وویل چې په پېښه کې 10 پولیس افسران وژل شوي دي.

د افغانستان، ایران او پاکستان د بلوڅانو د بشري حقونو یوې ډلې «حال وش» د پېښې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې د پېښې په ځای کې ګڼ شمېر موټر ولاړ ښکاري.

«حال وش« یو ګرافیک عکس خپور کړی چې پکې ښودل شوي د یو ګاډي د مخ په سیټونو کې د دوو پولیس افسرانو مړي پراته دي.

«حال وش» ویلي، داسې ښکاري چې په برید کې د ایراني امنیتي ځواکونو دوه موټر په نخښه شوي او پکې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. وایي داسې ښکاري چې موټر د کومې چاودنې له کبله نه بلکې په ډزو زیانمن شوی دی.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د پولیسو د معلوماتو د مرکز په حواله ویلي، پیښه د شنبې- خالي په ورځ په تفتان کې هغه وخت وشوه چې امنیتي ځواکونه په بیړنۍ توګه د یوې شخړې د حل لپاره تللي وو او د راستنیدو په وخت ورباندې برید وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیسو دوه ګزمې قطعې هغه مهال وویشتل شوې، چې بېرته د پولیسو مرکز ته ورغلې.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی چې د یو شمېر پولیسو د وژل کېدو سبب شوې ده.

چارواکو د برید پړه سمدستي پر کومې ډلې نه ده ور اچولې، خو د ترکیې انادولو خبري ایجنسۍ او «حال وش» ډلې په یو پوسټ کې ویلي، چې سُني وسلوالې ډلې جیش العدل د برید ذمه واري منلې ده. «حال وش» لیکلي:

"د جیش العدل وسله والې ډلې په یوه لنډ بیان کې د تفتان ښار په ګوهرکوه کې د پولیسو پر دوو موټرو د وسلوال برید ذمه واري منلې ده".

د ایران په سیستان بلوچستان کې د پولیسو پر کاروان دا برید وروسته له هغه شوی چې د دې ورځې په سهار سپېدو مهال اسرایل پر ایران برید وکړ او دعوه یې وکړه چې پوځي مرکزونه یې په کره توګه ویشتلي دي.

په سیستان بلوچستان کې په وروستیو کې وسلوالو ډلو پر ایراني سرحدي ځواکونو په وار وار ډله ییز بریدونه کړي او په لسګونو پولیس او سرحدي عسکر یې وژلي دي چې د اکثرو ذمه واري جیش العدل ډلې منلې ده.

د روان کال په اپریل میاشت کې هم وسلوالو- چې چاودېدونکي واسکټونه یې اغوستي وو- په دې صوبه کې په څو ځایونو کې بریدونه وکړل، چې 11 ایراني عسکر یې وژلي وو او امنیتي ځواکونو په جوابي بریدونو کې د 18 وسلوالو د وژلو دعوه کړې وه.

یادونه:- د رپوټ زیات مواد له اې پي او انادولو خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG