لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وي او ای تجزیه: په چینايانو حملې د پاکستان نوي حکومت دپاره مشکلات راولاړ کړي دي


په کراچۍ یونیورسټۍ کې د چینايي ژبې د زدکړې په مرکز ځانمرګي حمله کې درې چینايان وژل شوي او ذمه واري یې بلوڅ مسلح ډلې بلوچستان لېبرېن ارمي منلې ده. امریکې په کال 2019 کې بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی دی
په کراچۍ یونیورسټۍ کې د چینايي ژبې د زدکړې په مرکز ځانمرګي حمله کې درې چینايان وژل شوي او ذمه واري یې بلوڅ مسلح ډلې بلوچستان لېبرېن ارمي منلې ده. امریکې په کال 2019 کې بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی دی

په داسې حال کې چې د پاکستان نوی حکومت غواړي چې د بېجنګ سره تعلقات ښه کړي، په کراچۍ کې په چینايانو حملې د پاکستاني ماموینو دپاره مشکلات راولاړ کړي دي.

په کراچۍ یونیورسټۍ کې د چینايي ژبې د زدکړې په مرکز ځانمرګي حمله کې درې چینايان وژل شوي او ذمه واري یې بلوڅ مسلح ډلې بلوچستان لېبرېن ارمي منلې ده. امریکې په کال 2019 کې بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی دی.

د پاکستان ترڅنګ چین د حملې غندنه کړې او د چین خارجه وزارت ویلي د چینیانو وینه به بې ځایه نه ځي او په حمله کې ککړ به یې دروند قیمت ادا کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وویل په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د ترهګرۍ د "بزدلانه" حملې غندنه کوي او په دې ککړ به "یقیناً" د انصاف سره مخامخ کولی شي.

په کراچۍ کې په چینايي شهریانو د ورستۍ حملې په اړه وي او ای انګرېزۍ څانګه په خپله تجزیه کې وايي چې پاکستان د تېرې یوې لسیزې راهسې کوښښونه کوي چې په هېواد کې د چینايي کارکوونکو په ضد مسلح بېلتون خوښو د حملو مخنیوی وکړي.

رپورټ وايي په بلوچستان کې هم په ترقیاتي منصوبو کارکوونکو چینايانو حملې شوي دي او بلوڅ ډلې وايي چین د صوبې د وسایلو نه ګټه پورته کوي خو مقامي خلکو ته منافع نه ورکوي.

څېړونکي وايي د شهباز شریف حکومت توقع کوي چې د چین سره سیاسي او اقتصادي تعلقات ښه کړي. د پاکستان او چین د اقتصاي پرمختګ منصوبه سي پېک د شهبازشریف مشر ورو او پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې شروع کړی شوي وه.

په واشنګټن کې د بروکنګز انسټېټوشن څېړونکې مدیحه افضل وايي د شهباز شریف حکومت به یقیناً په سي پېک توجه زیاتوي ځکه چې دا منصوبه د شریف وروڼو د اهدافو سره سمون خوري.

حسېن حقاني چې د کال 2008 نه تر د 2011 پورې د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني په حکومت کې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر و، وايي د عمران خان حکومت د ختمېدو وروسته د چین او پاکستان په تعلقاتو کې د بهترۍ ګنجایش موجود دی.

حسین حقاني دا وخت د واشنګټن په هډسن انسټېټیوټ کې د جنوبي او مرکزي اېشیا په اړه د څېړنې مشر دی، وايي عمران خان به غلطې فېصلې کولی او چینیايي مامورینو به دا خبره نه خوښېده.

ښاغلي حقاني وویل د عمران خان د فېصلو طرز عمل د پاکستان او د چین تعلقاتو ځینې اړخونه متاثر کړي دي. هغه زیاته کړه یو زیات تجربه کار او پرسکونه سیاسي مشري به د چین او پاکستان په تعلقاتو کې د اختلاف برخحې لېرې کړي.

په واشنګټن کې د جورج واشنګټن یونېورسټۍ څېړونکې کرسټین فېیر وايي د پاکستان په خارجه تعلقاتو او اقتصادي چارو کې پوځ هم کردار لري، پوځ چین سره تعلقاتو ته ترجحیح ورکوي نو ځکه به سویل حکومت هم چین سره تعلقات بهتر کولو ته ترجیح ورکوي.

مېرمن فېیر وايي هغه فکر نه کوي چې پاکستان د وسلې ضرورت پوره کولو دپاره په امریکا انحصار کولی شي او امریکا هم د پاکستان نه زړه ډک شوی دی او د پاکستان پوځ چین سره خپل تعلق امریکې سره په لېن دېن کې د ګټې دپاره استعمالوي.

څېړونکې مدیحه اقبال افضل وايي د 2018 د انتخاباتو نه وړاندې به پخواني وزیراعظم عمران خان وېل چې د سي پېک د قرضونو شرایطو ته به بیا کتنه کوي خو د پوځ د فشار دلاندې عمران خان داسې ونکړی شول.

د وي او ای څېړنه وايي دا وخت د پاکستان پوځ او سوېلین حکومت د بي اېل ای په شکل کې مشترک دښمن لري. بلخوا د بي اېل ای ترجمان ویلي که چېرې چین په پاکستان کې خپلې منصوبې و نه درولې نو په ضد به یې نورې سختې حملې کولی شي.

یادونه: دا رپورټ د وي او ای خبریال علي صديقي لیکلی دی


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG