لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: وسله وال بريد کې د ملېشې ځواک دوه عسکر وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې په امنیتي ځواکونو وسله وال بريد کې د ملېشې ځواک دوه عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی. په بنو کې ‏امنيتي ځواکونو دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي دا د پخوانۍ نيمې سیمې وزير سب ډويژن په بارن ډېم کې شوې ده.‏

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي وسله وال برید کې د ملیشې ځواک دوه عسکر شرافت علي او سېف الله وژل شوي او یو ‏بل عسکر شبیر ژوبل شوی، او په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته منتقل کړل شوی دی.‏

د روغتون سرچینې د هغه حالت مرګونی یادوي. ‏

د سرچینو تر مخه وسله والو د شپې ناوخته د امنیتي عسکرو په پوسته برید کړی دی.‏

ځايي چارواکي وايي ټوله سیمه یې په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.‏

په سمدستي توګه د دې برید زمه واري چا نه ده منلې، خو له دې وړاندې چې په وروستيو کې په بنو او د خېبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په پولیسو ‏څومره بریدونه شوي په هغو کې د زياترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د ‏فرورۍ په مياشت کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو بلوچستان صوبه کې زياتې شوي او په ملک کې د امنيت مجموعي صورتحال ‏د جنورۍ څخه بدل نه وو.‏

پيکس د فرورۍ په میاشت کې ترسره شوو حملو او ترهګرۍ د پېښو په اړه جاري کړي رپورټ کې ويلي، په ټول ملک کې ترسره شوو ‏‎97‎‏ حملو کې ‏‎87‎‏ ‏کسان وژل شوي او ‏‎118‎‏ ژوبل شوي دي، په جنورۍ کې په ‏‎93‎‏ حملو کې ‏‎90‎‏ کسان وژل شوي او 135 ژوبل شوي وو. ‏

پيکس ويلي، فرورۍ کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې کمې شوي دي. بلوچستان کې د جنورۍ په ‏مقابله کې په فرورۍ کې وسله وال بريدونه ‏‎72‎‏ فيصده سېوا شوي وو.‏

ویل شوي، بلوچستان کې د فرورۍ په میاشت کې ‏‎57‎‏ حملې شوي ‏‎42‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎72‎‏ ژوبل شوي، په جنورۍ کې په ‏‎33‎‏ حملو کې ‏‎31‎‏ کسان وژل ‏شوي وو.‏

د فرورۍ په ‏‎29‎مه بنو کې وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ برید کړی وو پکې یو پولیس عسکر وژل شوی وو.‏

د مارچ په دریمه بنو سره په پوله کرک ضلعه کې د پاکستان پوځ عملیاتو پر مهال د درې وسله والو و وژل دعوه کړې وه.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG