لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عمران خان د حملې په پراخه کچه غندنه شوې


په عمران خان حمله د حکومت خلاف د هغه د لاریو په مهال د پنجاب وزیراباد ښار سره نژدې وشوه
په عمران خان حمله د حکومت خلاف د هغه د لاریو په مهال د پنجاب وزیراباد ښار سره نژدې وشوه

په پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي حملې په پراخه کچه غندنه شوي او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف ویلي د پاکستان په سیاست کې تشدد ځای نه لري.

شهبازشریف په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د کورنیو چارو وزارت نه يې په عمران خان د حملې په اړه رپورټ غوښتی دی.

د عمران خان یو مرستیال روف حسن وي او ای ته تصدیق وکړو چې 70 کلن پخوانی وزیرعظم په یو ډز په ښۍ پښه لګېدلی دی. په ډزو کې یو تن وژل شوی او د پي ټي ايي ځینې نور مشران زخمیان شوي دي.

په عمران خان حمله د حکومت خلاف د هغه د لاریو په مهال د پنجاب وزیراباد ښار سره نژدې وشوه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه عمران خان دعلاج دپاره لاهور کې هسپتال ته منتقل کړی شو او ډاکټرانو یې حالت د خطرې نه بهر وبلو.

د "الله شکر دی چې عمران نیازي محفوظ دی،" دغه خبره د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال په عمران خان د حملې وروسته په ټوېټر وکړه.

د پاکستان خارجه وزیر او د پاکستان پیپلز پارټۍ شریک مشر بلاول بهټو زداري وویل په عمران خان د حملې غندنه کوي او دعا کوي چې خان زر صحت یاب شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اېمل ولي خان په عمران خان د حملې د غندنې په خپل پېغام کې وویل د پي ټي ايي لانګ مارچ "خوني" کېږي او پکار ده چې ختم کړی شي. هغه وویل د لاریون په مهال یوه خبریالا وژل شوي او پرون پکې 14 کلن هلک مړ شو او نن پکې ګڼ شمېر کسان زخمیان شول. هغه وویل "نیازي ته پکار ده چې سوچ وکړي چې د دې مارچ نه نفرتونه زیاتېږي."

د پاکستان د سیاسي چارو څېړونکي سېرل المایډه په عمران خان حمله د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د وژل کېدو "ریپلی" یا تکراریدل وبلل. بهټو په 2007 کې په راولپنډۍ ښار کې د جلسې وروسته په ډزو او ځانمرګي حمله کې وژل شوي ده.

د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف هم په خپل سیاسي حریف د حملې غندنه او د عمران خان د صحت یابۍ دعا يې وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG