لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سکهر:دائي ايس ائي په دفتر حمله کې ٧ کسان وژل شوي


امنيتي چارواکي وائي دشورو په ورځ دسندهـ صوبې په سکهر سيمه کې تندلارو دپاکستان داستخباراتي شبکې ( ائي ايس ائي) په دفتر حمله کړې ده چې پکې ٧ کسان وژل شوي دي.
ترهه گرو په دغه حمله کې دائي ايس ائي دودانۍ سره دبارودو نه ډک گاډى جنگولى دى.
ډي جي رينجرز ميجر جنرل رضوان اختر پخلى کړى دى چې دسکهر په زياتي حفاظتي بيراج کالونۍ سيمه کې دانټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) په دفتر دروژه ماتي په وخت کې شوې دغه حمله کې ٧ کسان وژل شوي اؤ ٤٠ نور ژوبل شوي دي.
ترهه گرو په يوه حکومتي ودانۍ قبضه کړې اؤ دامنيتي ځواکونو سره يې ديوې گينټې څخه تر زياته وخته دډزو تبادله کړې ده.
ميجر جنرل رضوان اختر وائي چې امنيتي ځواکونو ټول ترهه گر وژلي اؤ دائي ايس ائي دفتر دتندلارو څخه پاک کړل شوى دى.
ميجر اختر وائ” دفتر ته داخل شوي ټول ترهه گر وژل شوي، دمړو اؤ ژوبلو دشمير اندازه لگولى شي اؤدکومو پاتې ممکنه بارودي موادو لټه روانه ده“
په سکهر دپوليسو ډپټي سپرنټډنټ مسعود بنگش دبريد په اړه وئيلي دي چې باور کيږي يو ترهه گر ژوندى اؤ په يو نزدې ودانۍ کې پټ شوى دى.
پوليس چارواکي وائي دائي ايس ائي په دفتر شوې دغه حمله يوه منظمه کارروائي ښکاريږي.
په تيرو وختونو کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په ضد دغه رقم منظم بريدونه ترسره کړي ، خو په سکهر دغه رقم تشدد نۀ ؤ رامينځته شوى.
تيرکال ترهه گرو په کامره ائير بيس حمله کړې اؤ يو جهاز ته يې زيان رسولى ؤ.
دهغې څخه يو کال دمخه پاکستاني طالبانو کراچۍ کې دسمندري ځواکونو په يو مرکز حمله کړې وه چې پکې ١٠ عسکر وژل شوي وؤ، دغه بريد تر ١٦ؤ گينټو جاري ؤ.
همدغه شان ٢٠٠٩م کې دراولپينډۍ په گيريسن ټاؤن کې دنيشنل ارمي په هيډکوارټرز حمله شوې وه.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG