لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده او بنو کې په پولیسو بریدونه، د یو پولیس افسر په ګډون دوه کسان وژل شوي، پینځه ژوبل


د خیبر پښتونخوا په چارسده اؤ بنو ضلعو کې په پولیسو بیلا بیلو بریدونو کې د پولیسو یو افسر وژل شوی اؤ د یو افسر په ګډون څلور عسکر ژوبل شوي دي.

په بنو کې د وسله والو اؤ پولیسو تر منځ د ډزو په په تبادله کې یو لاروي مړ او دوه نور ژوبل شوي هم دي.

د خالي- شنبې په ورځ امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د چارسدې د خانماي تاڼې په حدودو شاخ نمبر۶ سیمه کې نامعلومه وسله والو د اسپشل برانچ په یو افسر اسسټننټ سب انسپکټر ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی.

سرچینه وایي د وسله والو په ډزو کې د عصمت خان په نوم پولیس افسر وړومبی سخت ژوبل شو خو کله چې هسپتال ته رسول کېدو نو د زخمونو توان یې رانه وړو اؤ په لاره کې یې ساه ورکړه.

ددې پېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا پر غاړه نه ده اخستې، پولیس وایي برید کوونکي له سیمې تښتېدلي اؤ دوي یې د نیولو لپاره د لټونې عملیات پيل کړي دي.

د پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې هم په پولیسو دوه بیلابیل بریدونه شوي چې د یو پولیس افسر په ګډون پکې څلور عسکر ژول شوي او د ډزو په په تبادله کې یو لاروي مړ او دوه نور ژوبل شوي دي.

په بنو کې د ناامنۍ دا پېښې په داسې حال کې شوي چې د جولایې په ۱۹مه په سیمه کې د ناامنۍ پرضد یو ستر ولسي پاڅون شوی ؤ او دوی په سیمه کې د امنیت د ټېنګښت سره د هر رقم ناامنۍ څخه ددغه سیمې د پاکولو غوښتنه کړې وه.

د بنو ضلعې د پولیسو مشر ضیاء الدین دا پېښې تایید کړي او د وسله والو سره د پولیس د شوې مقابلې ستاینه یې کړې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل تیر ماښام د میران تاڼې پولیس د معمول په ګزمه وو چې بنو ضلعه کې د لکي مروت نورنګ او شمالي وزیرستان ترمنځ په لنک سړک د وړاندې نه پټو وسله والو په هغوی ناتاره ډزې پیل کړې.

د يولیسو د مشر په وینا، د وسله والو برید ته پولیسو چټک ځواب ویلی او د ډزو په تبادله کې د پولیسو یو افسر او د میریان تاڼې ایس ایچ او خالد خان او دوه نور پولیس عسکر ژوبل شوي دي او د ډزو په تبادله کې یو لاروي مړ او دوه ژوبل شوي دي.

په دې پېښه کې کسان د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته وړل شوي.

د روغتون چارواکي وايي یو مړی او پینځه زخمیان چې پکې درې پولیس عسکر هم شامل دي روغتون ته وروړل شوي اؤ وایي چې د ژوبلو کسانو حالت له خطرې بهر دی.

پولیس وايي بریدکونکي تر برید ورسته تښتېدلي دي اؤ ضلعي پولیس افسر ضیاء الدین خان وايي په علاقه کې د لټون عملیات دوام لري.

پولیس وايي بله پېښه تیره شپه د هاوېد تاڼې حدود په ممه خېل سیمه کې رامنځته شوې اؤ دغلته نامعالومه کسانو د پولیسو په پوسته برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی .

د پولیسو افسر ضیاء الدین وایي د شپې پرمهال په لسګونو وسله والو د پولیسو په پوسته د درنو او سپکو وسلو سره برید کړی خو پولیسو سمدستي دې برید ته ځواب کړی او دا برید یې په شا تمبولی دی .

هغه ویلي د برید پرمهال يو پولیس عسکر ژوبل شوی چې درملنې د پاره د پېښور روغتون ته وړل شوی.

په بنو کې په 19مه جولايۍ د امن مارچ په نوم لاريون شوی و په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې وه، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي وؤ او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته دسیمې خلکو پرلت پيل کړی وو.

‎د پرلت برخه والو حکومت ته شپاړس غوښتنې مخې ته اېښودې وې چې د ایپکس کمیټې غونډه کې پرې بحث شوی ؤ اؤ وزیراعلا د بنو جلسې ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دا شپاړس واړه غوښتنې منل شوي دي.

‎د بنو د پرلت کوونکو 16 غوښتنو کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې د خلاصولو په شان مطالبې شامل وې.

په ۲۵مه جولايي وزیراعلا علي امین ګنډا پور بنو ته ورغلی ؤ اؤ هلته یې ولسي جلسې ته خپله وینا کې پولیسو ته امر کړی ؤ چې د ټولې صوبې نه باید وسله والې ډلې ختمې کړي.

هغه ویلي وو د پرلت ټولې غوښتنې منل شوې چې تر هغه ورسته پرلت ختم کړل شوی وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG