لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځي کودیتا وروسته آنګ سانګ سوچي په لومړي ځل عدالت ته وړاندې شوې


د برما سیاسي مشره آنګ سانګ سوچي‌ نن د ګل په ورځ په لومړي ځل عدالت ته وړاندې کړل شوې او په عدالت کې پرې دوه تورونه لګول شوي.

۷۵ کلنه آنګ سانګ سوچې چې د فرورۍ په لومړې نیټه د پوځي کودیتا وروسته د خپلې څوکۍ نه لرې کړی شوې او د پوځ په ولقه کې ده، په لومړي ځل په ډاګه راغلې او په ویډیو کانفرنس عدالت ته وړاندې شوې.

د هغې وکیل ویلي، په صحت روغه او حالت یې ښه وو او په قضیه کې پرې د خلکو تشدد ته راپارلو او بې لاېسنسه د ځیني الاتو په کور کې د ساتلو تور لګول شوی.

د خپلې څوکې نه په زوره لرې کړی شوې ۷۵ کلنې مشرې وکیل ویلي، کله چې هغه په ویډیو کانفرنس عدالت کې وړاندې کړی شوه نو د هغه حالت ښه وو. وکیل یې وړاندې ویلي په هغې د خلکو تشدد ته د راپارولو او بې د لاېسنسه د ځیني الاتو د کارولو تورونه لګول شوي.‌

په آنګ سانګ سوچي‌ د وړاندې نه دا تور هم لګول شوی چې په کور کې یې د لټون په وخت غیرقانونه واکي ټاکي او د کرونا وبا په ورځو کې د لویو جلسو کولو په سر د هیواد د قدرتي افتونو د قانون سرغړونې تورونه شامل دي.‌

نن بیا یو ځل بیا امنیتي ځواکونو د مظاهرچیانو د خورولو لپاره په ینګون کې اوښکې بهیونکی ګېس او کلک لاسي بمونه کارولي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تر مخه تیره ورځ د اتوار / یکشنبې په ورځ په برما کې د مظاهرو په مهال د امنیتي ادارو او پولیسو لخوا په ډزو او تشدد کې ۱۸ تنه وژل شوي او د ۳۰ نه زیات ژوبل شوي او دغه ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې.

عیني شاهدینو ویلي د اتوار په ورځ د میانمار په لوې ښار ینګون کې پولیسو اوښکې بهونکی ګېس، د ربړ ګولې، تیزۍ اوبه او په ځینو موقعو کې رسا ډزې کړي. د اېسوسي‌اېټډ پرېس خبري ادارې په عکسونو کې د ښودل شوي چې خلکو د ګولو عکسونه په سوشل میډیا خپاره کړي. په مطبوعاتو ښودل شوي ویډیو ګانو کې دا هم لیدل شوي چې ځیني مظاهرچیان ژوبل شوي کسان لرې کوي او په لارو او سړکونو وینه لیدل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاند روینا شمداساني په یو بیان کې ویلي ٫٫ د هیواد په بېلا بېلو برخو کې ټوله ورځ پولیسو او امنیتي ځواکونو د پرامنه مظاهرچیانو مخه نیولی، په بیلا بېلو ځایونو کې سخت طاقت او د سخت نه لږ کم طاقت کارولی.٬٬‌٬ په دغه بیان کې په پوځ غږ شوی چې سمدستي دې د پرامنه مظاهرچیانو پرضد د طاقت استعمال پریږدي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن په ټويټر ویلي،

"مونږ د برما د ځواکونو لخوا د برما په خلکو د تشدد غندنه کوو او په دغو پېښو کې د ککړو سره به حساب کوو. مونږ د برما د خلکو سره ولاړ يو او هغو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د برما د خلکو د خوښې ملاتړ کوي".

د فرورۍ په لمړۍ نېټه په میانمار کې د پوځ لخوا واک اختیار قبضه کولو او په انتخاباتو کې د ټاکل شوي مشرې آنګ سانګ سوچي او د هغې د ګوند د نورو تنانو د نیولو وروسته سخت اړی ګړی روان دی.

د برما پوځ په آنګ سانګ سوچي او د هغې په ګوند تور لګولی چې په نومبر کې شوي انتخاباتو کې یې درغلي کړې ده.

میانمار چرته چې ۵۰ کاله پوځي حکومتونه تیر شوي او اوس اوس جمهوري نظام پېل شوی، دې تازه کودیتا دغه جمهوري نظام ودرولی چې پرضد یې په سلګونو زره خلکو مظاهرې پېل کړي او ګڼو غربي هیوادونو د دغې کودتا غندنه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG