د پاکستان د خزانې وزير وايي، جي ډي پي ته د ټېکس شرحه دا وخت نهمه نيم فيصده ده، هغه دوامداره نه ده. وایي "په خېرات، سکول، يونيورسټي او هسپتال چلېدی شي، ملک يواځې په ټېکس چلېدی شي او دا به په مرحله واره توګه د نهه نيم فيصدو نه په راتلونکو درېو کلونو کې د 13.5 يا 13 فيصدو پورې رسول وي".
د پنجاب د ټوبه ټېک سينګ ضلعې په کماليه علاقه کې مطبوعاتو سره خبرو کې محمد اورنګزېب وويل، د ټېکس د شرحې سېوا کولو بېلابيلې لارې دي دا به سېوا کول وي.
هغه زياته کړه، "اوله دا چې د رېوينيو يا محصول کوم اقدامات اعلان شوي په هغې کې د نېغ په نېغه ټېکس، هغه برخې چې مخکې نېغ په نېغه په ټېکس کې نه وې شاملې، هغه به په دې مد کې راوستل وي".
اورنګزېب وويل، دويمه دا چې د ټېکس په برخه کې وړاندې د 3.9 ټريلينو کومه استثنا ورکړل شوې هغه به هم په مرحله واره توګه کمول وي.
د خزانې د وزير په خبره، نورې څانګې هم د ټېکس په جال کې راوستل کيږي او زياته یې کړه، "زه تاسو ته باور درکوم چې نور به هم د ټېکس جال ته راولو، د 31 نه تر 32000 پورې ریټيېلرز رجسټرډ شوي دي، په هغو به د راتلونکې جولايۍ د مياشتې راهسې ټېکس لګول کیږي".
هغه وويل، "په نظام کې چې کومې خرابۍ دي، او کوم قوانين موجود دي او په عمل کې نه راوستل کيږي، د ټېکس چارواکي به یې سموي، دا به ټولو برخو ته غځول وي خو داسې نه دي شوي، او کوم امدن چې ترې ترلاسه کېدی شو هغه نه دی شوی".
اورنګزېب زياته کړه، "د څلورو اونيو راهسې په اېف بي ار (د محصولاتو مرکز بورډ) په نظام کار روان دی او د هغې مقصد دی، ډيجيټلايزېشن يا انلاين کول دي، په هغې کې به د انسانانو کار يا مداخلت کم شي، د هغې سره به روڼتيا راشي او بډې رشوتې به ورسره کمې شي".
هغه وويل، ځکه خلک د ټېکس جال ته راتلل نه غواړي چې هغه تنګول او ځورول کيږي، په دغې اړه کار روان دی، خلک به خپله ټېکس نېټ ته راشي.
د پاکستان د خزانې د وزير په خبره، "حکومتي خرچې کمول پکار دي، خو په دې کې په دوو برخو کې کار کول دي، هغه برخې چې صوبو ته ورکړل شوي، مرکزي حکومت له هغه وزارتونه ختمول يا ضم کول پکار دي چې خرچې راکمې شي". هغه وويل په خرچو راکمولو کار روان دی نو راتلونکې مياشت يوه نيمه کې به هغه هم وليدل شي.
اورنګزېب وويل، "زمونږ دويمه غټه مسله رياستي ملکيتي ادارې دي، د هغې تاوان څوک زغمي؟ تاوان یې ټول تاسو زغمئ، چې څوک خبره کوي چې پرايويټايزېشن يا نجکارۍ پله تلل نه دي پکار او دغه رياستي ملکيتي ادارې چلېدل پکار دي، د پاکستان د هوابازۍ کمپنۍ (پي آی اې) 622 اربه روپۍ واجبات مرکزي حکومت ته اوښتي دي، قصوروار یې څوک دي، خلک وايي چې تنخاداره طبقې او جوړونکو ته ريليف نه دی ورکړل شوی د کوم ځای نه یې وکړو؟، دا 622 اربه که بچ کېدی د نن نه لس يا پينځلس کاله مخکې که پي آی اې پرايويټ کړل شوی وی، نن چې کوم تاوان کيږي هغه نن تاسو ټول زغمئ".
هغه زياته کړه، "د هوايي اډو په ټېکه ورکولو يا اوټ سورس کولو خبره کيږي نو د اسلام اباد هوايي اډه به په جولايۍ يا اګست کې په ټېکه ورکړل شي، د هغې نه علاوه وزيراعظم د کراچۍ او لاهور هوايي اډو هم په ټېکه ورکولو ويلي دي".
اورنګزېب ويلي، "که ملک مخ په وړاندې بوتلل وي هر څه به خصوصي سېکټر يا پرايوېټ ته حواله کول وي، د حکومت د يو مهم استازي په حېث وايم، چې که رعايت ورکول وي او ورکوو به یې، نو دا ټولې خسارې او د حکومت بوج به کمول وي او کموو یې، او دا برخې وزيراعظم په خپله ګوري".
Forum