لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسټرېلیا پوځ وايي باوري شواهد یې موندلي چې ځینې عسکر یې په افغانستان کې په وژنو تورن دي


د اسټرېلیا عسکرو په اړه دغه څرګندونې د هغو تحقیقاتو په پای کې مخې ته راغلي دي چې د تېرو څلورو کلونو راهسې پکې په افغانستان کې د هېواد خصوصي ځواکونو چلند ته کتنه کېدله
د اسټرېلیا عسکرو په اړه دغه څرګندونې د هغو تحقیقاتو په پای کې مخې ته راغلي دي چې د تېرو څلورو کلونو راهسې پکې په افغانستان کې د هېواد خصوصي ځواکونو چلند ته کتنه کېدله

د اسټرېلیا پوځ په خپلو ۱۹ عسکرو په افغانستان کې د ۳۹ قیدیانو او ملکي کسانو په وژنه کې د ککړتیا شک څرګند کړی دی چې د کال ۲۰۰۵ او د ۲۰۱۶ ترمنځ شوي دی.

د اسټرېلیا عسکرو په اړه دغه څرګندونې د هغو تحقیقاتو په پای کې مخې ته راغلي دي چې د تېرو څلورو کلونو راهسې پکې په افغانستان کې د هېواد خصوصي ځواکونو چلند ته کتنه کېدله.
د اسټرېلیا د دفاعي ځواکونو مشر اېنګس کېمپل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دغه تحقیقاتو په نتیجه کې تیار شوی رپورټ څرګند کړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې خپل خبر کې لیکي چې د جنګي جرمونو په اړه رپورټ کې وېل شوي چې نوي عسکرو ته به د قیدیانو د وژلو حوصله ورکېدله چې دا ډول دوی خپلې لومړۍ وژنې ترسره کړي. رپورټ وايي د جرمانه رويي په فکر، ترسره کوولو او بیا دا خفیه ساتلو په سر به د پوځي کمانډرانو غندنه کېدله.

د اسټرېلیا پوځ په تحقیقاتو کې د مبینه غیرقانوني چلند ۵۷ واقعاتو ته کتنه شوي او د سلګونو په شمېره کې عېني شاهدانو بیانونه اورېدل شوي دي. په تحقیقاتو کې موندل شوي چې د یو مبینه غیرقانوني چلند واقعه هم په دې بنیاد نشي ردېدی چې ګني د جنګ په حال کې په فشار او په ګرمه کې داسې ډول فېصلې کېدلی شي.

اېنګس کېمپېل وویل رپورټ موندلي چې ځینو عسکرو د جنګ شرمناک کلتور قایم کړی و. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د عملیاتو په مهال د ځینو عسکرو د غیرقانوني چلند په بنیاد د اسټرېلیا دفاعي ځواکونه د احتساب سره مخامخ کړی شوي دي.

اېنګس کېمپېل وویل د اسټرېلیا د دفاعي ځواکونو لخوا هغه د افغانستان ولس نه د خپلو عسکرو د غلط چلند په سر بخښنه غواړي. هغه خپلو هېوادوالو ته د اسټرېلیا عسکرو د مبینه غیرقانوني چلند په سر د افسوس څرګندونه وکړه.

د وي او ای خبر وايي په افغانستان کې د اسټرېلیا ځواکونو د چلند په اړه تحقیقاتي رپورټ چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شو، ډېرې برخې یې خفیه ساتل شوي ديږ په رپورټ کې د الزاماتو تحقیقات به پولیس او حکومتي وکیلان کوي.

د اسټرېلیا وزیراعظم سکاټ مورېسن وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د ځینو عسکرو د چلند په لړ کې به هېواد د ځېنو بې رحمه حقیقتونو سره مخامخ کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG